د ایران دولتی خبری اژانس ایرنا نن د دغه هېواد د پوځ له قوله راپور ورکړی چې لسګونو بې‌پیلوټه الوتکو په متحده عربی اماراتو کې د الظفره او المنهاد اډو راداری سیستمونه او د امریکایی ځواکونو د مېشتېدو ځایونه په نښه کړی دی.

د راپور له مخې، د ایران پوځ دغه راز ویلی چې په بحرین کې د شیخ عیسی اډې راداری تأسیسات او د امریکایی ځواکونو د مېشتېدو ځایونه هم د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه شوی دی.

د ایران پوځ ویلی چې دغه بریدونه یې د ایران پر خاوره د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ترسره کړی دی.

بلخوا، ایرنا د سپاه پاسداران د عامه اړیکو له قوله راپور ورکړی چې د دغه ځواک هوایی ـ فضایی ځواکونو په بالستیک توغندیو په اردن کې د پرنس حسن هوایی اډه کې د امریکا د «آرکیو-4» او «اېم‌کیو-9» بې‌پیلوټه الوتکو هنګرونه په نښه کړی دی.

سپاه پاسداران ادعا کړې چې په دغه برید کې یو شمېر بې‌پیلوټه الوتکې له منځه وړل شوې او یو شمېر پیلوټانو او تخنیکی کارکوونکی وژل شوی دی.

امریکایی چارواکو تر اوسه د ایران د دغو بریدونو په اړه څه نه دی ویلی.