د ایران د لوی درستیزولی او د خاتم الانبیا (ص) مرکزی قرارګاه د چهارشنبې په ورځ په سیستان او بلوچستان، هرمزګان او د ایران په جنوب کې په ځینو سیمو باندې د امریکا د هوایی تېریو په ځواب کې د یوې اعلامیې په ترڅ کې اعلان وکړ چی د ایران د اسلامی جمهوریت به کمزوری او شرارت‌کوونکی امریکایی دښمن ته به سخت او ماتونکی ګوزارونه ورکړی.

په دې اعلامیه کې راغلې ده: د امریکا ترهګر فوځ هر څومره چی په سیمه کې په شرارت باندې ټینګار وکړی باید لا زیات زیان او لګښت وګالی.

د اسلامی انقلاب ساتندوی ځواک: د پښېمانۍ وړ ځواب مو پیل کړی؛ د هرمز تنګی قلف لا کلکېږی

په همدې تړاو، د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران ځواک په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ: «د ایران شریف ولسه! په صحنه کې ستاسو د حضور دوام امریکایی دښمن ستړی او ناهیلی کړی دی، او په هرمز تنګی کې ستاسو د زړورو او جنګیالیو بچیانو مقاومت او ځواکمنتیا د سپینې ماڼۍ مشران سرګردانه کړی دی.

د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران اعلان وکړ: څو ساعته وړاندې د امریکایی پوځ یرغلګرو په ړندو او د بې‌وسۍ له امله ترسره شوو بریدونو کې، د ایران د جنوبی ساحلونو ګڼ شمېر سیمې، چې پکې څو ملکی ځایونه هم شامل وو، بمبار کړل. دغو بریدونو د هرمز تنګی قلف لا کلک کړ او په هرمز تنګی کې د بهرنیو مداخله‌کوونکو ځواکونو د ځپلو په برخه کې یې د جنګیالیو هوډ لا پیاوړی کړ.

په دې خبرپاڼه کې راغلی دی: د سپاه زړورو جنګیالیو د یرغلګرو لپاره پښېمانوونکی ځواب پیل کړی او په لومړی اقدام کې یې د هوافضا د دفاع د نوی سیستم له لارې د امریکایی یرغلګر پوځ پنځوسمه پرمختللې MQ-9 بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.

په اردن کې د امریکایی سمندری ځواکونو پر پوځی اډې توغندیز برید؛ ګڼ شمېر امریکایی ځواکونه ووژل شول

سپاه پاسداران همداراز اعلان وکړ: د سپاه د هوافضا ځواک زړورو جنګیالیو د یرغلګر د مجازاتو د عملیاتو په دویم پړاو کې، د «یا رسول‌الله (ص)» په سپېڅلی رمز سره، د عقبه خلیج پر سواحلو کې د «کمپ تیتین» په نوم د اردن په خاوره کې د امریکایی سمندری ځواکونو پر پوځی اډې د بالستیک توغندیو په درنو بریدونو کې ګڼ شمېر امریکایی ځواکونه ووژل او د دښمن څو مهم تاسیسات او جنګی چورلکې یې ویجاړې کړې.

د عراق د کردستان په اربیل سیمه کې د امریکا د جاسوسۍ بالون د هدایت سیستم ویجاړول

په همدې حال کې، سپاه پاسداران اعلان وکړ: د امریکا د جنایتونو په ځواب کې، په اربیل کې د امریکا د ترهګر پوځ د تخنیکی تجهیزاتو د ترمیم مرکز او زېرمتونونه، او په اډه کې د امریکا د جاسوسۍ بالون د هدایت سیستم ویجاړ شول؛ د دې اډې د تېلو زېرمې هم اور واخیست او یو شمېر یرغلګر ووژل شول.

په بحرین کې د امریکا پر اډې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ بې‌پیلوټه بریدونه

له بلې خوا، د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د عامه اړیکو ادارې اعلان وکړ: «د صاعقه عملیاتو په 29م پړاو کې او د ایران د جنوبی سیمو پر وړاندې د دښمن د تېری په ځواب کې، د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ په بحرین کې د شیخ عیسی په اډه کې د امریکایی ترهګرو ځواکونو راداری تاسیسات او د ځواکونو د راټولېدو مرکزونه د جنګی بې‌پیلوټه الوتکو د پراخو بریدونو هدف وګرځول.

د بحرین د شیخ عیسی اډه د فارس خلیج په سیمه کې د امریکا له مهمو او حساسو اډو څخه ده او د چورلکو او د بې‌پیلوټه الوتکو د پرزو د ترمیم او ساتنې له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږی او د جاسوسۍ الوتکو کوربه هم ده.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې ټینګار وکړ: د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ جنګیالی به د دښمن شرارتونو ته سخت او پراخ ځواب ورکړی او له یرغلګرو څخه به سخت او پښېمانوونکی غچ واخلی.