د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی وایی، په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو پاتې پوځی تجهیزات اوس د افغانستان د دولت شتمنی ده او کابل د دغو تجهیزاتو پر سر د معاملې او راکړې ورکړې په لټه کې نه دی.

نوموړی د دغو تجهیزاتو د بېرته سپارلو لپاره د امریکا غوښتنې ته په غبرګون کې ویلی، متحده ایالتونو د جګړې پر مهال په افغانستان کې ګڼ کسان وژلی او د هېواد لویه برخه یې ویجاړه کړې او باید په افغانستان کې د خپلو اقداماتو د پایلو بیه پرې کړی.

بلخی ویلی: «دا د افغانستان د دولت شتمنی ده او موږ د افغانستان د دولت پر شتمنۍ معامله او راکړه ورکړه نه کوو. امریکایانو ډېر کارونه کړی دی. امریکایانو ډېر کسان وژلی او د هېواد ډېره برخه یې ویجاړه کړې ده. ایا هغوی باید لومړی د دې لپاره بیه پرې نه کړی؟»

په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو پاتې پوځی تجهیزات د کابل او واشنګټن ترمنځ له اختلافی موضوعاتو څخه دی او تر دې وړاندې د امریکا اوسنی ولسمشر ډانلډ ټرمپ څو ځله د دغو تجهیزاتو پر بېرته ترلاسه کولو ټینګار کړی دی.

د اسلامی امارت ویاند تر دې وړاندې دغه غوښتنه غیرمنطقی بللې وه.

د سیاسی چارو شنونکی عزیز معارج ویلی: «له جګړې وروسته پاتې تجهیزات د شریعت له نظره غنیمت او د نړیوالو اصولو پر بنسټ د هماغه هېواد ملکیت دی. له همدې امله، په افغانستان کې د امریکا ټول پاتې تجهیزات د افغانستان ملکیت دی.»

د 1400 کال د زمری په نهمه د جمهوری نظام له سقوط وروسته د افغانستان او امریکا اړیکې له نامعلوم برخلیک سره مخ دی او تر ډېره د بندیانو پر تبادلې او ځینو امنیتی مسایلو محدودې پاتې دی.