په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې د تېلو او ګازو د بیو له کمساری لوړېدو وروسته، د امارتی شرکتونو عمومی رییس ایران ته تللی؛ په دې سفر کې د قراردادونو او د تېلو او ګازو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هم خبرې کېږی.
احمدجان بلال په دې سفر کې له ایرانی چارواکو سره د امارتی شرکتونو د ظرفیتونو، قراردادونو او اقتصادی همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کوی.
د امارتی شرکتونو ویاند محمدنبی بهار په دې اړه ویلی: «د امارتی شرکتونو عمومی رییس په دې سفر کې د بېلابېلو مهمو برخو، لکه تېلو او ګازو، قراردادونو، برېښنا، اصلاح شویو تولیداتو، سړک جوړونې او نورو مهمو برخو له مسوولانو سره هم لیدنې کړې دی.»
دا خبرې داسې مهال کېږی چې په افغانستان کې د سون توکو بیې لا هم لوړې دی.
په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې د یو لیټر پټرولو بیه له 66 څخه 86 افغانیو، د ډیزلو له 65 څخه 78 افغانیو او د یو کیلو مایع ګاز بیه له 56 څخه 64 افغانیو ته لوړه شوې ده.
اقتصادی شنونکی پر وارداتو د افغانستان تکیه، د لېږد لګښتونه او سیمهییز بدلونونه د سون توکو پر بیو اغېز لرونکی عوامل بولی.
اقتصادی شنونکی سیر قریشی ویلی: «دا سفر هغه مهال په افغانستان کې د سون توکو د بیو پر کمېدو مثبت اغېز کولی شی چې د عملی قراردادونو، مناسبو بیو او دوامدارې عرضې لامل شی.»
د سون توکو د بیو لوړېدو د خلکو ورځنی لګښتونه هم زیات کړی او د تګ راتګ پر کرایو او د کورنیو پر لګښتونو یې فشار راوستی دی.
د کابل اوسېدونکی وحیدالله وویل: «موږ دا سفر یو مثبت ګام بولو او هیله لرو چې په دې سره په هېواد کې د تېلو او ګازو بیې راټیټې شی.»
د کابل یوه بل اوسېدونکی محمداسحاق وویل: «کله چې د تېلو او ګازو بیې لوړېږی، موټرچلوونکی اړ کېږی چې کرایې لوړې کړی، چې دا هم مسافرو او هم موټرچلوونکو ته ستونزې جوړوی.»
اوس به د دغه سفر پایلې وښیی چې له ایران سره خبرې تر کومه بریده په افغانستان کې د تېلو او ګازو د عرضې په زیاتېدو او د بیو په ثبات کې مرسته کولی شی.
