د امارتی شرکتونو عمومی ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د دغه ریاست عمومی رئیس مولوی احمدجان بلال ایران ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر عباس علی‌ابادی سره لیدلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو سفیرانو هم حضور درلود.

په خبرپاڼه کې راغلی چې په دې لیدنه کې د انرژۍ، د پاکو څښاک اوبو د برابرولو او د فاضله اوبو د تصفیې تاسیساتو د جوړولو په برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې شوې دی.

عباس علی‌آبادی ویلی چې ایران له افغانستان سره د برېښنا په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او د افغانستان د تخنیکی کادرونو د روزنې او د هغوی د مسلکی ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې به هم همکاری وکړی.

هغه زیاته کړې چې ایران د افغانستان د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو لپاره چمتو دی چې دغه هېواد ته تر 2000 مېګاواټه برېښنا د برابرولو زمینه مساعده کړی.

د امارتی شرکتونو عمومی رئیس هم د انرژۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر پراختیا، د تخنیکی ظرفیتونو پر پیاوړتیا او د ګډو پروژو پر عملی کولو ټینګار کړی دی.

په پای کې، بلال د تهران ښار د اوبو او فاضله اوبو د تصفیې له لویو تاسیساتو څخه هم لیدنه کړې ده.