بېرته
د هیواد په ټولو 34 ولایتونو کې څه د پاسه 23 زره د ټولنې روغتیایی کارکوونکی روزلی دی.
د هیواد په ټولو 34 ولایتونو کې څه د پاسه 23 زره د ټولنې روغتیایی کارکوونکی روزلی دی
د خپرېدو نېټه: 1391/09/16 5:37د خبر شمېره: 12388سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت د عامې روغتیا وزارت د ټولنې روغتیایی کارکوونکو ملی ورځ یې نن په ډیره شاڼداره توګه ولمانځله.
هغه غونډه چې په دې اړه د عامې روغتیا وزارت په تالار کې جوړه شوې وه، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو معینی ډاکټرې ناجیه طارق، د روغیا په چاروکې د ولسمشر سلاکار ډاکټر فیض الله کاکړ، د نړیوال روغتیایی سازمان او د امریکا د نړیوال پراختیایی اداری استازو، د دې وزارت چارواکو او ګن شمیر د ټولنې روغتیایی کارکوونکو په کې ګډون درلود.
د ټولنې روغتیایی کارکوونکو ملی ورځ د دې شعار لاندې " راځئ چې د ټولنې د روغتیایی کارکوونکو څخه د میندو او ماشومانو د مړینط په کمولوکې دهغوی د فعالې ونډې اخیستلو لپاره مننه وکړو" ولمانځل شو.
همدا شان په دې غونډه کې د افغانستان اسلامی جمهوری دولت ولسمشر حامد کرزی پیغام د ټولنې روغتیایی کارکوونکو د لمانځنې ورځې په مناسبت د روغیا په چاروکې د ولسمشر سلاکار ډاکټر فیض الله کاکړ لخوا ولوستل شو.
د دې پیغام په یوه برخه کې راغلی دی چې د افغانستان دولت هڅه کوی ترڅو د خپلو ټولو کاری برخو کې مهمې پریکړی د خلکو لخوا ونیول شی ځکه کوم تصمیمونه چې د خلکو لخوا نیول کیږی په حقیقت کې د خلکو ارادی ښکارندوی دی او هیڅ څوک د دا ډول پریکړو څخه سرغړونه نشی کولای او تل د منلو او ملاتړ وړ دی.
په دې پیغام زیاته شوې چې د افغانستان حکومت د عامې روغتیا وزارت د دې ډول روغتیایی خدمتونو وړاندې کولو څخه ستاینه کوی او د پخوا په شان د دې طریقه څخه ملاتړ کوی.
په دې غونډه کې دعامې روغتیا وزارت د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو مرستیالې ډاکټرې ناجیه طارق د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې یاد وزارت یې په تیرو وروستیو کلونو کې د هیواد په ټولو 34 ولایتونو کې څه د پاسه 23 زره د ټولنې روغتیایی کارکوونکی روزلی دی.
ډاکټرې طارق زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت همداشان څه دپاسه 1200 د ټولنې روغتیایی څارونکی یې په دنده ګمارلی دی چې په مستقیمه توګه د روغتیایی پوستو دڅارنې مسؤلیت لری.
روغتیایی پوستې د اساسی روغتیایی خدمتونو د ټولګې لمړنۍ ګام دی او هره روغتیایی پوسته دوتنه د ټولنې روغتیایی کارکوونکی لری چې یوه یې ښځینه او یو بل یې نارینه وی چې روغتیایی لمړنی خدمتونه په انډولیزه توګه د خپلو تر پوښښ لاندې سیموته وړاندې کوی.
د ټولنې روغتیایی کارکوونکی هم ښځینه او هم نارینه کارکوونکی په برکې لری چې د ټولنې مشرانو لخوا معرفی کیږی او د عامې روغتیا وزارت لخوا هغوی ته روزنه، معیاری درمل، او د طبی لمړنی مرستې په واک کې ورکول کیږی څو د اړو کسانو لپاره غوره روغتیایی خدمتونه وړاندې کړی.
د تولنې روغتیایی کارکوونکی د روغتیایی شوراګانو ته ځواب ویونکی دی او روغتیایی تعلیمات، لمړنی مرستې، د معمولو ناروغیو درملنه، د لیږدولو د سیستم غښلی کول، د نری نرځ ددرملنی سیستم تعقیب، د کورنی سمبالتیا لپاره د میتودونو وړاندی کول او د واکسیناسون د ملی ورځی په کمپاینو نو کی ونډه اخیستل د هغوی د اساسی دندو څخه شیمرل کیږی.
د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو مرستیالې وویل چې د ټولنې روغتیایی
کارکوونکی رضاکار دی او شپه ورځ په خپلو کلیو کې د خلکو په خدمت کې وی هغوی په
ټولنه کې د روغیتا دلمړی خط کارکوونکی دی.نو که مونږ دوی ته معاش نشو
ورکولېکم تر کمه خو باید د هغو
ی د تشویق لپاره د هغوی د کارونو تحسین او مننه وکړو