د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی، ترکیې ته د خپل سفر په لړکې، نن د دغه هېواد د سیواس ښارته لاړ او د دغه ښار د پولیسو په اکاډمۍ کې یې د افغان پولیسو د روزنې بهیر له نیږدې څخه وکوت. حامدکرزی د سیواس په اکاډمۍ کې د افغان پولیسو د روزنې له بهیر او د دغې اکاډمۍ د تاسیساتو له لیدنې وروسته په هغه غونډه کې برخه واخیسته چې د ده او ملګری پلاوی په ویاړه یې جوړه شوې وه. په دغه غونډه کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د هېواد جمهوررئیس او ملګری پلاوی ته یې د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: که څه هم ترکیه او افغانستان په جغرافیایی لحاظ له یو بل څخه لرې دی خو دغه دواړه هېوادونه له فرهنګی او تاریخی پلوه د دوستۍ اوږده لرغونتیا لری او اوس دغه دوستی لا مظبوطه شوې ده. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وویل: په پام کې لرو چې د افغانستان په موافقه د سیواس د پولیس اکادمی د افغان پولیسو داکاډمۍ په نوم ونوموو او د ترکیې په ټولو دولتی اداروکې به یې په همدغه نوم راجستر کړو. حامدکرزی د ترکیې د کورنیو چارو او دفاع د وزیرانو، د سیواس د والی، ښاروال او د سیواس د پولیسو د اکاډمۍ د قوماندان له تاوده هرکلی څخه د مننې په ترڅ کې افغان محصلین خپلو راتلونکو مهمو امنیتی مسوولیتونو ته ځیرکړل، وې ویل: تاسو هریو د افغانستان د پرمختګ او پایښت ستنې یاست. د هېواد جمهوررئیس وویل: تاسو نه یوازې د افغانستان د امنیت ساتونکی یاست، بلکې د هغه د پرمختګ د ساتنې مسوولیت هم په غاړه لریء، له دې امله هڅه وکړیءچې د زده کړې پرمهال له هرې ثانیې څخه د خپل ځان، کورنۍ او هېواد په ګټه کار واخلیء. حامدکرزی همدا راز د سیواس د پولیسو اکاډمۍ د جوړولو لپاره د امریکا، جاپان او ناټو سازمان له مرستو څخه هم مننه وکړه. د یادولو وړده چې اوس مهال په دغه اکاډمۍ کې 500 تنه افغان پولیس تر روزنې لاندې دی او د دوی لومړۍ دوره تېر کال له دغې اکاډمۍ څخه فارغه شوه.