تاند- هند د پنجشنبې په ورځ له ایران سره د هغه پلان په اړه خپله اندېښنه شریکه کړه چې د افغانستان د سولې د عالی شورا له لوری له طالبانو سره د پخلاینې لپاره جوړ شوی او ټاکل شوې ده چې تر 2015 پوری په تدریجی ډول عملی شی. د سولې دا پلان یا د سولې د لارې نقشه له طالبانو سره د پخلاینې په پروسه کې نه یوازې پاکستان ته مهم رول ورکوی بلکې د عملی کېدو په صورت کې د افغانستان د ځینو ولایتونو د واک چارې طالبانو ته ورکول کېږی. پر دې پلان، چې «2015 کال ته د لارې نقشه» نومېږی او د افغانستان د سولې عالی شورا ترتیب کړی دی، د پنجشنبې په ورځ په نوی ډیلی کې د هند د ملی امنیت د سلاکار شیو شنکر مینون او د ایران د ملی امنیت د عالی شورا رییس سعید جلیلی خبرې وکړې. ټاکل شوې ده چې جلیلی له هندی چارواکو سره له خبرو وروسته کابل ته لاړ شی او د افغانستان د حکومت له جګپوړو چارواکو سره هم په دې موضوع وږغېږی. د هند د ملی امنیت سلاکار د ایران د ملی امنیت د شورا رییس سعید جلیلی ته وویل : نوی ډیلی تل د افغانانو په مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ کوی خو شرط دا دی چې د 2010 کال د لندن په کنفرانس کې کښل شوې سرې کرښې رعایت شی، لکه دا چې سخت دریځی به له القاعده او نورو ترهګرو څخه بېلېږی او د ښځو د حقونو او ولسواکۍ په شمول به د افغانستان د اساسی قانون مهم ارزښتونه منی. د لوېدیځو سرچینو د راپور له مخې د هند د ملی امنیت سلاکار ښاغلی مینون په دې هم ناخوښی ښکاره کړه چې د سولې د پروسې کنټرول پاکستان ته سپارل شوی. ده یادونه وکړه چې د امریکا متحدو ایالتونو په 2011 کې د پاکستان استخباراتی اداره په افغانستان کې د ترهګرو د ملاتړ په خاطر غندلې وه. جلیلی هم له هند سره خپلې اندېښنې شریکې وبللې او ویې ویل چې تهران د 2014 په پای کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان لپاره پر جوړې شوې سناریو اندېښمن دی.