بېرته
لېون پنیټا په واشنګټن کې د اسد الله خالد پوښتنې ته ورغلی
لېون پنیټا په واشنګټن کې د اسد الله خالد پوښتنې ته ورغلی
د خپرېدو نېټه: 1391/10/16 17:28د خبر شمېره: 12759سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د بهرنیو چارو وزارت وایی، د امریکا د دفاع وزیر لېون پنیټا نن په واشنګټن کې د افغانستان د ملی امنیت دعمومی رییس اسد الله خالد پوښتنې ته ورغی.
د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر وایی چې؛ ښاغلی پنیټا د اسد الله خالد د وضعیت پر ښه کیدو خوښی څرګنده کړه.
د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، د امریکا د دفاع وزیر او د افغانستان د ملی امنیت رییس دغه راز د افغانستان د امنیتی وضعیت، د دواړو هیوادونو تر منځ امنیتی تړون او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.
ښاغلی خالد تیره میاشت په کابل کې په یوې ځان وژونکې حمله کې ټپی او وروسته بیا د درملنې لپاره امریکا ته واستول شو.