تېره اوونۍ د بدخشان په کران او منجان ولسوالۍ کې لس مړی وموندل شول، چې په ډزو سره وژل شوی وو. په دغو لسو وژل شویو کې دوه یې افغانان او پاتې نور یې بهرنیان وو. دغو کسانو له ای اې ام مرستندویه موسسې سره کار کاوه. دغه موسسه د هېواد په بیاودانولو او روغتیایی چارو کې له ځینو کورنیو ادارو سره مرسته کوی. نوموړې موسسه په هېواد کې د نور په نوم له یوې روغتیایی ادارې سره مرسته کوی، چې د سترګو د ناروغیو په درملنه کې ډېره نوموتې موسسه ده. دغه موسسه د هېواد پر ځینو نورو ولایتونو سربېره په نورستان کې هم یو کلینیک لری او وژل شوی کسان په نورستان کې د روغتیایی خدمتونو له ترسره کولو وروسته د کران او منجان له لارې کابل ته پر لاره وو، چې د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا ووژل شول. دن تیېر او تام لېتل هغه دوه تنه طبی بهرنی طبی کارکوونکی وو، چې له شلو دېرشو کلونو نه زیات وخت په افغانستان کې طبی خدمتونه ترسره کول. تام لېتل له 1978 نه راپدېخوا په افغانستان کې و او درې لوڼې یې په افغانستان کې لویې شوې دی. ښځه یې په یو مکتب کې دلته په تدریس بوخته ده. لېټل د هغې پروژې مسوول و، چې د سترګو د ناروغیو علاج یې کاوه. نوموړی په 2008 کال کې امریکې ته لاړ او په طب کې یې خپله دوکتورا واخیسته بیا بېرته افغانستان ته راغی، چې په لرې پرتو سیمو کې کلینیکونه جوړ او د بېوزلو خلکو لاسنیوی وکړی. که څه هم حزب اسلامی او طالبانو د دغو وژنو مسوولیت پرغاړه اخیستى، خو تراوسه تایید شوې نه ده، چې دغه کسان د چا له خوا او د څه لپاره وژل شوی دی. ځکه په لرې پرتو او ناامنو سیمو کې غله او غیرمسوول وسله وال هم کله نا کله پر وژنو لاس پورې کوی. له بده مرغه په وروستیو دریو لسیزو کې له هغه وخته راهیسې، چې په هیواد کې د جګړې اور بل شوى او د جګړې لارښوونه او د تنظیم چارې د پاکستان استخباراتی مافیا لاسته لوېدلی، د جګړې په ډګر کې د دولت مخالفانو له خوا له توپیر او تفکیک پرته د هر څه پر وړاندې له یوه سره دښمنی او بدبینی روانه ده، وچ او لانده دواړه سوځول کیږی او د افغانستان دښمنانو له یوه سره د هیواد تباهۍ ته مټې بډوهلې دی. افغانستان یو بېوزلى هېواد دى، چې هر کال د ملکی خدمتونو لګښت یې دوه ملیارده ډالره دى، چې د افغانستان د کلنی عاید درې برابره کیږی او افغان دولت د دغه لګښت د ورکولو وس نه لری او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړ دى. ډېرۍ نړیوالې مرستندویه موسسې پر افغانستان د شوروی د یرغل له وخته له افغانانو سره مرستې کوی او د دغو موسسو له اصولو سره سم خپلې مرستې هغو خلکو ته ځانګړې کوی، چې د جګړې په سیمه کې وی او سمه رسېدګی ورته نه کیږی. د افغان جهاد پر مهال هم له افغان مجاهدینو او یا د دوى تر ولکې لاندې سیمو کې له عامو افغانانو سره له اته سوو څخه زیاتو موسسو مرسته کوله او اوس هم په افغانستان کې له 2500 څخه زیاتې موسسې د بیارغونې او ودانولو په چارو لګیا دی او هیڅ ډول سیاسی یا پوځی اجنډاوې نه لری او د دې پرځاى، چې ووژل شی په کار ده، چې ورسره مرسته وشی او ګټه ترې واخستل شی. د افغان دولت مخالفان، چې تل یې د افغانستان د دښمنانو له خوا ملاتړ کیږی او د افغانستان د تباه کولو او له منځه وړلو ستراتیژیک هدفونه لری، د پردیو په اشاره په هیواد کې د بیارغونې او ودانولو مخالفت کوی او د دغه مخالفت له امله له بهرنیو استخباراتو او مافیایی کړیو څخه انعامونه او غټې پیسې ترلاسه کوی. تر دې مخکې د افغان جهاد پر مهال هم مافیایی استخباراتی کړۍ د دا راز چارو پر وړاندې په جنایتونو بوختې وې او تل یې له بهرنیانو سره د افغانانو د اړیکو د خرابولو لپاره توند او زهر لړلی تبلیغات کول. له دې سره سره، چې نورستان هم یو له نارامو ولایتونو څخه دى، خو سیمه ییزو واکمنو او عامو نورستانیانو د دغې روغتیایی ډلې له کاره ښه رضایت ښودلى او د دوى ملاتړ او ساتنه یې کوله، خو د افغانانو دښمنان ورته په کمین کې وو او هغه جنایت یې، چې په نورستان کې یې نه شو ترسره کولاى، هغه یې له هغه ځایه لرې په یوه نابلده سیمه کې ترسره کړ. په هیواد کې د بهرنیو مرستو او د بیارغونې او ودانولو د چارو د ادامې لپاره ټولو افغان دولت، نړیوالې ټولنې، عام خلکو او ان د دولت مخالفانو ته لازمه ده، چې د مرستندویانو د امنیت او خوندیتوب لپاره په ګډه سره کار وکړی او د افغانستان دښمنانو ته اجازه ورنه کړی، چې د مرستندویانو په وژلو سره خلک له ملکی خدماتو، بیارغونې او ودانولو څخه بې برخې کړی.