بېرته
د حامدکرزی او بارک اوبا ما دخبری کنفرانس لنډیز
د حامدکرزی او بارک اوبا ما دخبری کنفرانس لنډیز
د خپرېدو نېټه: 1391/10/23 11:17د خبر شمېره: 12858سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی، له خپل امریکایی سیال بارک
اوباما سره له کتنې وروسته، نن په سپینه ماڼی کې په یوه ګډ مطبوعاتی کنفرانس کې واشنګټن ته خپل سفر او له امریکایی چارواکو سره یې د خپلو لیدنو کتنو پایلې مثبتې و
ارزولې.
حامدکرزی وویل: امریکایی چارواکو او پخپله بارک اوباما ورسره په دې باندې موافقه وکړه چې امریکایی عسکر به د افغانستان له کلیو او بانډو څخه خپلو مرکزونو ته راستنیږی، افغانان به نه توقیفوی، د افغانستان ملی حاکمیت ته به په بشپړه توګه احترام کوی او نور به د افغانستان په خاوره کې بهرنیان د زندانونود لرلو او د زندانیانو د ساتلو حق نه لری.
ده وویل موږ پخپله دغه کتنه کې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتی ځواکونو ته د امنیتی مسوولیتونو د پینځم او وروستی پړاو د لېږد، د سولې د بهیر، په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانیستل کېدو، له 2014 میلادی کال وروسته له افغانستان سره د اقتصادی مرستو د دوام او د سولې په بهیر کې د پاکستان د رول په باب خبرې وکړې او په دې باب مو موافقه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس همدا راز وویل چې موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتی همکاریو د موافقه لیک په باب خبرې وکړې او دواړه لوری په دې باندې سلا شوو چې دغه موافقه لیک د دواړو هېوادونو په ګټه دی چې باید د دواړو هېوادونو ملی ګټې پکې په پام کې ونیول شی.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له 2014 میلادی کال وروسته له افغانستان سره د خپلو دوامدارو همکاریو ډاډ څرګند کړ، وې ویل چې له 2014 کال وروسته په افغانستان کې د امریکا په ماموریت کې په بشپړه توګه بدلون راځی.
ده وویل چې د دغه بدلون له مخې به امریکایی عسکر ټول امنیتی مسوولیتونه افغان ځواکونو ته ولیږدوی او دوی به یوازې د مرستندویانو دنده ولری او په دوو ځانګړو برخوکې به په فغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړی چې له تروریزم سره جګړه او د افغان امنیتی ځواکونو روزنه او تجهیز یې مهمې برخې دی.
اوباما ټینګار وکړ چې دافغانستان د سولې په بهیرکې باید ګاونډی هېوادونه هم همکاری وکړی ځکه چې ثبات لرونکی افغانستان د ټولو هېوادونو په ګټه دی.
دا مریکا جمهوررئیس وویل چې هېواد یې ژمن دی چې د افغانستان ملی بنسټونه
پیاوړی او له افغانانو سره خپلې اقتصادی مرستې جاری وساتی.