بېرته
ولسمشر کرزی یوه پلاوی ته دنده سپارلې، څو د بندیانو د شکنجې په اړه د م.م راپور وڅیړی
ولسمشر کرزی یوه پلاوی ته دنده سپارلې، څو د بندیانو د شکنجې په اړه د م.م راپور وڅیړی
د خپرېدو نېټه: 1391/11/03 18:18د خبر شمېره: 12964سرچینه: د ایرکا خبری آژانس

ولسمشر حامد کرزی یوه پلاوی ته دنده سپارلې څو د افغانستان په زندانونو او توقیف ځایونو کې د بندیانو د شکنجې په اړه د ملګرو ملتونو خپور شوی راپور وڅیړی.
له ارګ څخه په یوې خبرپاڼه کې راغلی، دا پلاوی چې په کې د افغان حکومت او په کابل کې د ملګرو ملتونو استازی شامل دی دنده لری، څو په دوه اونیو کې خپلې څیړنی بشپړی او جمهوری ریاست ته یی وسپاری.
ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ یو راپور خپور کړ، چې په کې د افغانستان په یو شمېر زندانونو او توقیف ځایونو کې د بندیانو شکنجې ته اشاره شوې وه.
ایساف ویلی، چې هغو زندانونو او توقیف ځایونو ته یې د زندانیانو سپارل ځنډولی، چې د یوناما په راپور کې یې په اړه اندیښنه څرګنده شوې.
د راپور له خپریدو سملاسی وروسته افغان حکومت دغه راپور په کلکه رد کړی و.