د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ په غونډه کې ویلی، دا چی نړیوال نظام د تحول په یوه حساس پړاو کې دی، د قدرتونو ترمنځ د اړیکو جوړښتونه بدلېږی، دوه اړخیزې اړیکې سیمه‌ییز سازمانونه او سیمه‌ییز میکانیزمونه د پخوا په پرتله ډېر اهمیت پیدا کوی او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې هېوادونه هڅه کوی چې خپلې اړیکې د خپلو ملی او سیمه‌ییزو ګټو پر بنسټ تنظیم کړی.

د ده په وینا که د افغانستان وضعیت د تېرو څو کلونو په اوږدو کې وارزول شی، ښکاره ده چې په هېواد کې د جګړې دوره پای ته رسېدلې، د هېواد په ټولو برخو کې بشپړ امنیت ټینګ شوی، د حاکمیت بنسټونه پیاوړی شوی او افغانستان له هغه وضعیت څخه چې د اوږدې جګړې او پراخې بې‌ثباتۍ له امله یې سیمې او نړۍ ته امنیتی اندېښنې پیدا کولې، د ثبات، اقتصادی بیا رغونې او سیمه‌ییز تعامل پر لور حرکت کړی دی.

هغه ویلی: «زموږ باور دا دی چې ثبات یوه ورځنی محصول نه بلکې یوه دوامداره پروسه ده چې امنیت، اقتصادی وده، سیاسی تعامل او سیمه‌ییزه همکاری غواړی. له همدې امله موږ د خپلو لاسته راوړنو ترڅنګ د ننګونو د حل لپاره لازیات مسؤلیتونه هم په واضح ډول وینو.»

 متقی وویل، په اوسنی وخت کې امنیت یوازې پوځی بُعد نه لری، بلکې له اقتصاد، سوداګرۍ، انرژۍ، خوړو، ټولنیز ثبات او سیمه‌ییز اتصال سره هم مستقیم تړاو لری.

د بهرنیو چارو وزیر ویلی، افغانستان په دې باور دی چې د سیمې راتلونکی باید د امنیتی سیالۍ پر ځای د ګډ امنیت، اقتصادی ادغام، سمییز نښلون او د فشار پر ځای د خبرو او تفاهم پر بنسټ جوړ شی.

متقی زیاته کړې: «د افغانستان اسلامی امارت داعش او نوری هغه ډلی چې د افغانستان او سیمې امنیت ته لوی خطر بلل کېده له منځه وړی او  د نشه‌یی توکو پر وړاندې مبارزه چې زموږ د امنیتی سیاست مهمه برخه ده، په ښه ډول مدیریت کړې. »

د ده په وینا، اوسنی امنیتی ګواښونه یوازې د یوه هېواد تر جغرافیې محدود نه دی او داعش، ورانکارې شبکې، د نشه‌یی توکو قاچاق او سازمان‌یافته جرمونه له سرحدونو اوړی. د هغه په وینا، له همدې امله د دغو ګواښونو پر وړاندې مبارزه هم باید سیمه‌ییزه وی او افغانستان د سرحدی امنیت د پیاوړتیا، قاچاق او نشه‌یی توکو پر ضد له سیمه‌ییزو هېوادونو سره دوامدارې همکارۍ ته چمتو دی.

هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې غواړی له پاکستان سره د اړیکو موضوع هم په واضح ډول مطرح کړی، ځکه دا موضوع د سیمې له امنیت او اقتصاد سره مستقیمه اړیکه لری.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «زمونږ اساسی باور دا دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجودې ستونزې، که امنیتی وی، که سیاسی وی او که اقتصادی، د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شی. افغانستان نه غواړی دا موضوع د متقابلو تورونو او تبلیغاتو په میدان بدله شی. زموږ هدف د ستونزې حل دی، نه د ستونزې د دوام لپاره د نویو وسیلو پیدا کول. خو په تأسف سره وایم چې د پاکستان پر سیاست حاکم نظامی رژیم یو غیر سیاسی طرف دی. دوی د سیاسی تفاهم پر ځای له افغانستان سره اړیکو ته یواځې پوځی ژبه کاروی.»

متقی وایی چې د پاکستان پوځ له ډېر وخت راهیسې د نړیوالو اصولو خلاف د افغانستان پر حاکمیت پوځی بریدونه کوی چې له امله یې « په شفاخانو کې مریضان، په مکتبونو او پوهنتونونو کې شاګردان او محصلین، په کورونو کې ماشومان، ښځې او بې ګناه خلک شهیدانوی. زموږ او ستاسی له همدې غونډې څو ورځې مخکې د افغانستان په کنړ، هلمند او پکتیکا ولایتونو کې همدې ړندو بمباریو یو ځل بیا د څو کورنیو معصوم خلک په شهادت ورسول.»

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ویلی چې د پاکستانی پوځی رژیم د نظامی تیری تر څنګ بشری موضوعات لکه سمییزی اقتصادی لارې، مهاجرین او په علم بوخت محصلین هم د اعظمی فشار وسیله ګرځولې دی.

دی وایی: «د پاکستان نظامی رژیم همیشه د یو طرفه څرګندونو سربیره پر افغانستان بې اساسه تورونه پوری کوی، حال دا چې همدا اوس یې د افغانستان او سیمې د امنیت ننګولو لپاره په نوې پروژه کار پیل کړی دی. دوی د پخوانی رژیم د نظامی پرسونل تر څنګ د داعش غړو په واسطه په افغانستان کې د ناامنۍ خپرولو لپاره عملی هڅې پیل کړی دې. د ډیورنډ کرښې ته څېرمه یې په زرګونو وسلوال راټول کړې دی تر څو په افغانستان کې راغلی ثبات وننګوی، چې په نورستان، بدخشان او ځینو نورو سیمو کې د دوی ناکام تحرکات ستاسې ټولو په مخ کې دی. »

د ده په وینا، د افغانستان اسلامی امارت به په خپل ټول استقلالیت خپل داخلی او بهرنی سیاستونه تنظیموی او هېڅکله به د فشار په نتیجه کې له خپلې اساسی تګلارې تېر نه شی او د هر تیری په مقابل کی دفاع خپل مسلم حق ګڼی.

متقی وایی، د نشه‌یی توکو پر وړاندې مبارزه د سیمې له امنیت سره مستقیم تړاو لری او په افغانستان کې د کوکنارو کښت د حکومت د اقداماتو په پایله کې نږدې صفر ته راټیټ شوی دی.

هغه وویل چې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د نشه‌یی توکو کښت د رکارډ کچی کچې ته رسېدلی او د قاچاق شبکې لا هم په سیمه کې فعالې دی.

ده له سیمه‌ییزو هېوادونو وغوښتل چې په دې برخه کې ګډې امنیتی، تخنیکی او اقتصادی همکارۍ پیاوړې کړی او د افغان بزګرانو لپاره د بدیل معیشت او بازارونو زمینه برابره کړی.

متقی ویلی، افغانستان له سختو اقتصادی شرایطو وروسته د ثبات او بیا رغونې پر لور روان دی او د 1404 مالی کال اقتصادی شاخصونه هم د تدریجی ودې نښې ښیی. د هغه په وینا، په دغه کال کې د هېواد حقیقی ناخالص کورنی تولید 1.5 سلنه وده کړې او د اقتصادی بیا رغونې بهیر، چې په 1402 کال کې له 2.3 سلنې ودې سره پیل شوی و، په 1403 او 1404 کلونو کې هم دوام کړی دی.

د هغه په خبره، د حکومت تمرکز پر تولید، صنعت، کرنې، صادراتو، خصوصی سکتور او پانګونې دی او غواړی د افغانستان اقتصادی راتلونکی تر ډېره پر تولید، سوداګرۍ او پانګونې ولاړ وی.

د بهرنیو چارو وزیر ویلی، د خصوصی سکتور د پانګونې زیاتوالی د اقتصادی فعالیتونو د پراخېدو نښه ده. د هغه په وینا، په 1404 کال کې د ثابتې ناخالصې پانګې کچه 286.5 میلیاردو افغانیو ته رسېدلې چې 200.9 میلیارد افغانۍ یې د خصوصی سکتور پانګونه ده؛ همداراز په ناخالص کورنی تولید کې د پانګونې ونډه له 17 سلنې څخه 21.5 سلنې ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړې، د خصوصی سکتور د ونډې د لا زیاتېدو لپاره د پانګونې مناسب چاپېریال، زیربناوې او سیمه‌ییزې اقتصادی همکارۍ مهمې دی.

متقی د سیمې له هېوادونو غوښتی چې په افغانستان کې پانګونه او اقتصادی مشارکت زیات کړی. د هغه په وینا، افغانستان د انرژۍ، کانونو، کرنې، صنعت، ترانزیټ، لوژستیک او زیربناوو په برخو کې پراخ ظرفیت لری او غواړی د سیمې پانګه‌والو ته د یوه اوږدمهاله اقتصادی شریک په توګه مطرح شی.

د هغه په وینا، افغانستان د هغو پانګونو هرکلی کوی چې د پانګې ترڅنګ تولید، کاری فرصتونه، ټکنالوژی، مسلکی ظرفیت او صادرات هم رامنځته کړی.

متقی ویلی، د افغانستان کانونه د اقتصادی ودې لپاره مهم ظرفیت دی او حکومت غواړی د خامو موادو د صادرولو پر ځای د پروسس او تولید صنعتونه پیاوړی کړی.

 هغه زیاته کړېن چې افغانستان غواړی خپل اقتصاد د سیمې له اقتصاد سره لا ډېر ونښلوی او د خپل جغرافیایی موقعیت له لارې د مرکزی او جنوبی اسیا، چین، روسیې او منځنی ختیځ ترمنځ د اتصال مهمه نقطه شی.

د ده په ویناِ د ټاپی، ټاپ، کاسا-1000، ټرانس افغان رېل پټلۍ او نورو سیمه‌ییزو پروژو پراختیا کولی شی هم اقتصادی فرصتونه زیات کړی او هم سیمه‌ییز ثبات پیاوړی کړی. د هغه په وینا، افغانستان غواړی خپلې سوداګریزې او اقتصادی اړیکې متنوعې کړی او پر یوه هېواد یا یوه مسیر متکی پاتې نه شی.

متقی وایی، د افغانستان بهرنی سیاست د متوازن تعامل، متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړ دی او کابل نه غواړی د نړیوالو او سیمه‌ییزو سیالیو برخه شی.  د هغه په وینا، افغانستان غواړی له ټولو هېوادونو سره سیاسی او اقتصادی اړیکې پراخې کړی او اختلافات د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې مدیریت کړی.

هغه د روسیې له خوا د اسلامی امارت رسمیت پېژندل «مهم تحول» وباله او هیله یې څرګنده کړه چې نور هېوادونه هم ورته تګلاره خپله کړی.

د بهرنیو چارو وزیر ویلی، افغانستان باید یوازې د امنیت له زاویې ونه ارزول شی، بلکې د انرژۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ، کانونو، کرنې او سیمه‌ییز اتصال پراخ ظرفیتونه یې هم په پام کې ونیول شی.

هغه زیاته کړې چې افغانستان غواړی د ستونزې په توګه د مدیریت کېدو پر ځای د ګډو ګټو د یوه مسئول شریک په توګه وپېژندل شی او له سیمې بهر هېوادونه دې خپلې تګلارې د فشار او انزوا پر ځای پر مستقیم تعامل او متقابلو ګټو ولاړې کړی

د ده په وینا، د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی.