د افغانستان-ایران ګډې خونې نن (دوشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د دې خونې رییس کمال‌الدین توحید یاد پلاوی هرکلی کړی دی.

ټاکل شوې د ایران پارلمانی پلاوی د خپل سفر پر مهال د اسلامی امارت له یو شمېر چارواکو سره لیدنې وکړی.

ویل شوی چې په دغو لیدنو کې به د اقتصادی او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د دواړو هېوادونو د خصوصی سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر اسانتیا او د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې پر لوړولو خبرې وشی.

د خبرپاڼې له مخې، دغه‌راز د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډو همکاریو لپاره به نوی فرصتونه هم وڅېړل شی.