د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د اسلامی امارت د د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیرخان متقی د مسکو فارمټ اتمې ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د چین ولسی جمهوریت له ځانګړی استازی یو شیاویونګ سره کتلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلی چې په دې لیدنه کې د افغانستان او چین د دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییز وضعیت او د ګډو همکاریو د لا پراختیا په اړه خبرې شوې دی.
سرچینه زیاتوی، مولوی امیرخان متقی د مسکو فارمټ په چوکاټ کې د افغانستان په اړه د چین له رغنده او متوازن دریځ څخه مننه کړې او ویلی یې دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره زمینه مساعده ده.
بهرنیو چارو وزارت لیکلی چې یو شیاویونګ د افغانستان او چین اړیکې مثبتې بللی او د سیمې د وضعیت په اړه یې د چین لیدلوری د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره شریک کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، یو شیاویونګ د سیمهییز ثبات، متقابلې همکارۍ او د افغانستان د اقتصادی او سیمهییز اتصال په برخه کې د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
