د مهر خبری اژانس په حواله، د افغان ایرکا خبری اژانس د راپور له مخې، په دې ورځو کې په ټوله فرانسه کې لسګونه زره زده‌کوونکی او محصلین لارو او کوڅو ته راوتلی دی؛ اتحادیې او ښوونکی د هغو لیسو له زده‌کوونکو سره یوځای شوی چې له څو ورځو راهیسې په هغو اعتراضونو کې، چې له تاوتریخوالی ډکو چلندونو سره مل دی، د ښوونیزو شرایطو د ښه کېدو غوښتنه کوی.

د فرانسې کورنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د سه‌شنبې تر سهار پورې په ټول هېواد کې په لاریونونو کې 86 زره کسانو ګډون کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کارګرانو د عمومی کنفدراسیون (CGT) اتحادیې دغه شمېر 260 زره کسان اټکل کړی دی.

د څه باندې 6 زره فرانسوی اعتراض کوونکو نیول

په داسې حال کې چې د فرانسې د پولیسو له لوری د زده‌کوونکو ځپنې سلګونه کسان ټپیان کړی، د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونز د دوشنبې په وروستیو کې اعلان وکړ چې پولیسو د اعتراضونو له پیل راهیسې د پولیسو د تاوتریخوالی په اړه د شویو غوښتنو په تړاو 10 داخلی څېړنې پیل کړې دی.

د پوهنې وزارت د اعلان له مخې، د دې خوځښت له پیل راهیسې 24 ښوونځی سوځول شوی یا پرې برید شوی او ویجاړ شوی. همدارنګه، له 6000 څخه ډېر کسان نیول شوی چې 87 سلنه یې له قانونی عمر څخه کم دی.

د دوشنبې په ورځ، د «لانس» (Lens) ښار یو 15 کلن تنکی ځوان د بلوا ضد ځواکونو له لوری د توغول شوې غږیزې لاسی بمچې د لګېدو له امله خپل یو لاس له لاسه ورکړ.

فرانسوی زده‌کوونکو د سپټمبر له وروستیو راهیسې د سلګونو لېسو دروازې تړلې دی او د ښوونکو د کمښت، له حده درنو درسی پروګرامونو، زړو درسی ټولګیو او د هغو ودانیو په څېر له ستونزو شکایت کوی چې د تودوخې له زیاتوالی سره د مقابلې وړتیا نه لری.

په داسې حال کې چې ډېری اعتراضونه سوله‌ییز وو، ځینو اعتراض کوونکو اورونه بل کړی، د بسونو تمځایونه یې ویجاړ کړی او یا یې له بلوا ضد پولیسو سره شخړې کړې دی.

 پولیسو هم د لاټکو، اوښکې بهوونکی ګاز او د بلوا د کنټرول لپاره د مرمیو په کارولو سره اعتراض کوونکی ځپلی دی.

 فرانسې حکومت منلې چې د دې خوځښت له پیل راهیسې 215 زده‌کوونکی او 715 پولیس افسران ټپیان شوی دی. اتحادیو، د بشری حقونو ډلو او زده‌کوونکو امنیتی چارواکی په ځپنې او د نامتناسب ځواک په کارولو تورن کړی دی.