د روسیې د انټرفاکس خبری اژانس د راپور له مخې، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف پرون (جمعه) ویلی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه به ډېر ژر د الکسی اوورچوک په مشرۍ د روسیې یو لوی او لوړپوړی پلاوی افغانستان ته سفر وکړی.

نوموړی دغه څرګندونې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیتی مسایلو په اړه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان (CSTO)، د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو(CIS)  او د شانګهای همکاریو سازمان(SCO)  په کنفرانس کې کړې دی.

هغه ویلی چې دغه سفر د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادی همکاریو د پراختیا په موخه ترسره کېږی.

کابلوف زیاته کړې چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه د زیاتېدو په حال کې ده.

د هغه په وینا، د روان میلادی کال په لومړۍ نیمایی کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه دوه برابره شوې ده.

کابلوف ویلی، که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اوسنی حجم د نورو هېوادونو په پرتله لږ دی، خو دغه زیاتوالی د افغانستان لپاره، چې د بیارغونې او پرمختګ پر لور روان دی، د پام وړ اهمیت لری.

هغه زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې بهیر دوامدار او تدریجی دی او روسیه به هڅه وکړی چې دغه بهیر او د ودې چټکتیا وساتی.

د یادونې ده، کابلوف افغانستان ته د دغه پلاوی د سفر د کره نېټې په اړه څه نه دی ویلی.