نن په کابل کې د افغانی سرې میاشتې ټولنې له لوری د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوی ځانګړې اوونۍ ونمانځل شوه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر په یاده غونډه کې د اړمنو هېوادوالو لاسنیوی یوازې د افغانی سرې میاشتې ټولنې مسوولیت ونه باله، بلکې پر ټولو شتمنو هېوادوالو، سوداګرو، پانګوالو، خیریه او نړیوالو بشری بنسټونو یې هم غږ وکړ، چې له دې ټولنې سره مرستې او عملی همکارۍ وکړی.

هغه زیاته کړه چې  ډېری هېوادوال په هېواد کې د وروستیو وچکالیو، موسمی سیلابونو، زلزلو او هېواد ته د زرګونو کورنیو د جبری راستنېدو له امله له سخت اقتصادی او بشری ناورین سره مخ شوی او دې ستونزو ته رسېدنه جدی پاملرنې ته اړتیا لری.

ملا برادر اخوند د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوی (یوناما) وغوښتل چې د افغانستان په اړه د عینی واقعیتونو په پام کې نیولو سره په بې‌‌پرې توګه تحلیلی راپورونه خپاره کړی.

هغه زیاته کړه: «دا عادلانه نه ده چې د یوناما له لوری په نشرېدونکو راپورونو کې د افغانستان اقتصادی او امنیتی لاسته راوړنې نادیده نیول کېږی او د یو مقابل او متخاصم طرف په څېر په منفی ابعادو پسې ګرځی.»

د ریاست‌الوزراء اقتصادی مرستیال د افغانی سرې میاشتې ټولنې له مسوولینو وغوښتل چې د مرستو په عادلانه وېش او د مستحقو کسانو په مشخصولو کې روڼتیا په پام کې ونیسی.

د افغانستان اسلامی امارت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د اړمنو کسانو لپاره د مرستو راټولولو اوونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې د هېواد له ټولو وګړو غوښتی چې له اړمنو سره مرسته وکړی.

ده له ټولو سوداګرو، پانګه‌والو، صنعت‌کارانو، علماوو، قومی مشرانو، ځوانانو او خیریه موسسو غوښتی، چې د اعانې، صدقو، نغدی او غیرنغدی مرستو له لارې د افغانی سرې میاشتې ټولنې د بشری فعالیتونو ملاتړ وکړی، څو اړمن کسان، یتیمان، کونډې، ناروغان او د پېښو زیانمن شوی کسان له بشری خدمتونو برخمن شی.

د افغانی سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب‌الدین دلاور هم په نننیو مراسمو کې وویل چې دغې تولنې په تېر یوه کال کې له کډوالو، جګړه‌ځپلو، کونډو، بزګرانو او نورو اړمنو سره یو میلیارد او 800 میلیونه افغانۍ نغدی مرسته کړې ده.

هغه زیاته کړه چې په کندهار کې د روانی ناروغانو د درملنې لپاره د 130 میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیایی کمپلکس جوړېږی، چې چارې به یې په شاوخوا یوه کال کې بشپړې شی.

د دلاور په وینا، د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال بنسټونه، ترکیه، قطر او یو شمېر اروپایی هېوادونه له دې ټولنې سره دوامدارې مرستې کوی.