د افغانستان فوټسال ملی لوبډلې د برازیل د شپږ‌اړخیزو سیالیو په نیمه‌پایلوبه کې کیپ‌ورډ ته 4 پر 2 ماتې ورکړه او د دې سیالیو پایلوبې ته یې لاره ومونده.

په دې لوبه کې حمیدرضا حسینی د دوه ګولونو په وهلو سره د افغانستان په بریا کې مهم رول ولوباوه. سیدحسین موسوی او امید قنبری هم د هېواد د ملی لوبډلې لپاره یو ـ یو ګول وواهه.

    افغانستان له دې مخکې د سیالیو په ډله‌ییز پړاو کې لوبه له جاپان سره پرته له ‌ګوله مساوی کړې وه او پیرو ته یې 3 پر صفر ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې، چې د افغانستان فوټسال ملی لوبډله د دې سیالیو په پایلوبه کې د یکشنبې پر شپه د افغانستان پر وخت 8:30 بجې د کوربه هېواد، برازیل، پر وړاندې ولوبېږی.