رویټرز راپور ورکړی چې پوتین دغه څرګندونې پرون (پنجشنبه) د روسیې له دولتی ټلوېزیون سره په خبرو کې، د امریکا له ځانګړی استازی سټیو وېټکاف سره تر لیدنې یوه ورځ وروسته کړې دی.
پوتین ویلی چې روسیه چمتو ده راتلونکې میاشت له اوکراین سره د امریکا په منځګړیتوب خبرې بېرته پیل کړی.
د هغه په وینا، د دغو خبرو موخه باید داسې سولې تړون ته رسېدل وی چې د دواړو هېوادونو امنیت تضمین کړی، نه دا چې یوازې د لنډې مودې لپاره لنډمهالی اوربند وشی.
پوتین ویلی چې وېټکاف هم ټینګار کړی چې خبرې باید د اروپا امنیتی چوکاټ ته وغځول شی او دی له دې موضوع سره موافق دی.
بلخوا، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکی، چې د سېشنبې په ورځ یې په ناروې کې له وېټکاف سره لیدلی، ویلی چې هېواد یې خبرو ته چمتو دی او ښایی دا خبرې د راتلونکې میاشتې تر لومړیو پورې ترسره شی.
زلېنسکی زیاته کړې چې اوکراین د اوربند، جګړې پای ته رسولو، د انرژۍ برخه کې د اوربند او بشری نوښتونو له هر ډول وړاندیز ملاتړ کوی.
د راپور له مخې، د خبرو د پرمختګ لپاره د امریکا په مشرۍ هڅې د فبرورۍ په میاشت کې وروسته له هغې ودرېدې چې د امریکا او اسرائیلو جګړه له ایران سره پیل شوه.
د راپور له مخې، د اوکراین په ختیځ کې د سیمو پر سر اختلاف د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو له مهمو لانجمنو موضوعاتو څخه دی. روسیه غواړی د اوکراین په ختیځ کې د دونباس ټوله سیمه ورته وسپارل شی، خو کییف د هغو سیمو له سپارلو سره مخالفت کوی چې اوس یې په کنټرول کې دی.
پوتین ویلی چې د اوکراین په ختیځ کې د سیمو په اړه هر ډول خبرې باید هغه څه په پام کې ونیسی چې نوموړی «د روسیې تاریخی خاوره» بللې ده.
هغه دا ادعا هم کړې چې د دغو سیمو اوسېدونکو د روسیې د یرغل له پیل اووه میاشتې وروسته په ترسره شویو ټولپوښتنو کې له روسیې سره د یوځای کېدو په ګټه رایه ورکړې وه.
