د رویټرز د راپور له مخې، دغه بندیز نن (جمعه) تصویب شوی او د 2027 کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې به عملی شی.

د یونان لومړی وزیر کیریاکوس میټسوټاکیس ویلی چې د ټولنیزو شبکو شرکتونه شاوخوا دوه‌نیمې میاشتې وخت لری څو د کاروونکو د عمر د تایید او د هغوی د شخصی حریم خوندیتوب لپاره یوه مناسبه حل‌لاره رامنځته کړی.

د یونان حکومت وایی چې دغه اقدام د ټولنیزو شبکو له بې اندازې کارولو د ماشومانو د ساتنې او د هغوی خوب، تمرکز او ټولنیزو اړیکو ته د زیان رسېدو د مخنیوی په موخه شوی دی.

د یادونې ده، اسټرالیا هم تېر کال لومړنی هېواد و چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له لوری د ټولنیزو شبکو کارولو د محدودولو لپاره یې قانون تصویب کړ.