د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون د باختر درخشان نندارتونو جوړولو شرکت په همکارۍ جوړ شوی چې د ایرانی، چینی او هندی په ګډون 150 شرکتونو په 150 غرفو کې د کانونو د سکټور اړوند بېلابېل توکی نندارې ته وړاندې شوی دی.

د ریاست‌الوزرا اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې وویل چې د هېواد د اقتصادی ودې لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړول ډېر اهمیت لری.

هغه زیاته کړه چې د دغه نندارتون جوړېدو موخه د افغانستان د معدنی محصولاتو معرفی کول او د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ لپاره د زمینې برابرول دی.

نوموړی له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړی.

هغه زیاته کړه، دوی هڅه کوی چې د افغانستان کانونونه په معیاری توګه استخراج شی.

حنفی وویل چې اسلامی امارت پانګه‌والو ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو لپاره چمتو دی او په خبره یې، هغو بهرنی شرکتونو ته چې په افغانستان کې پانګونه کوی، کولی شی له افغان شرکتونو پرته، ځمکه په اوږدمهاله قرارداد په اجاره ونیسی.

په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدری وویل چې د اسلامی امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د کانونو په سکتور کې د پام وړ فعالیتونه او پرمختګونه شوی دی.

د نوموړی په وینا، اوس‌مهال د کانونو د استخراج برخه کې څه باندې 180 زره کسان په کار بوخت دی.

هغه زیاته کړه، افغانستان له بډایه طبیعی سرچینو او معدنی زېرمو برخمن دی او حکومت هڅه کوی چې له دغو سرچینو د اقتصاد پیاوړتیا او هېواد د پرمختګ لپاره اغېزناکه ګټه واخلی.

بدری وویل، د اسلامی امارت اساسی موخه دا ده چې د کانونو د استخراج له لارې ترلاسه‌کېدونکی عواید د دولت او خلکو د ګټو لپاره ولګول شی.

بدری وایی، اوس مهال د هېواد د کانونو برخه کې 350 قراردادونه فعال شوی دی.

ورته مهال، په دې غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې وزیر نورالدین عزیزی وویل چې په افغانستان کې ظرفیتونه شته او دغه هېواد د پرمختګ په حال کې دی.

نوموړی له پانګه‌والو، ګاونډیو او نورو هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د کانونو برخه کې دې پانګونه وکړی.

هغه له پانګه‌والو او شرکتونو غوښتنه وکړه چې ټول کانی توکی دې د افغانستان دننه پروسس کړی.

نوموړی وایی، افغانستان د پراخو کانی زېرمو په درلودو او د دغو سرچېنو په مدیریت سره کولی شی چې د اقتصادی ځان‌ بسیاینې ته زمینه برابره کړی.

د یادونې ده، دغه نندارتون به د روانې لړم میاشتې تر نهمې نېټې پورې پرانیستی وی.