د ایران د اسلامی شورا رئیس، د ایران د تورنولو په موخه د دروغجنو عملیاتو د پراخو کمپاینونو په غبرګون کښې، په خپل سوشل میډیا اکاونټ کښې ولیکل: د جګړې او وینې تویولو سوداګر غواړی له ایران سره د جګړې مخالفان شرمنده او پښېمانه کړی.

د ایران د راډیو او ټلویزیون د خبری آژانس په حواله د پارس ټوډی د راپور له مخې، د ایران د اسلامی شورا (پارلیمان) مشر محمدباقر قالیباف تیره شپه، د ایران د تورنولو په موخه د دروغجنو عملیاتو د پراخو کمپاینونو په غبرګون کښې، په خپل کارن‌حساب کښې ولیکل:

«دروغجن بیرغونه یو ځل بیا رپول شوی دی او د جګړې او وینې تویولو سوداګر، مایکروفونونه په لاس کښې ګرځوی!

دا د ملی باج او کلنګ اخیستنې او د ګناه د احساس د القا کولو یو کمپاین دی، څو امریکایان له ایران سره د جګړې د مخالفت او د «اول اسرائیل» سیاست ته د نه ویلو له امله ملامته او شرمنده کړی.

هغوی غواړی تاسو د ساده‌لوحو او ژر باور کوونکو کسانو په توګه په خپله لوبه کښې ښکېل کړی. دغه رول مه منئ.»