د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوی سمیعالحق حق بیان پژواک ته وویل چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې یوه ښوونځی ته څېرمه په یوه استوګنیز کور کې شوې ده.
یوې باوری حکومتی سرچینې پژواک ته وویل چې په یاده چاودنه کې 7 زده کوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او 97 نور تپیان شوی دی.
سرچینه زیاتوی چې د ټپیانو له ډلې څلور تنه د جلالاباد ښار حوزوی روغتون ته لېږدول شوی دی او نور په کونړ کې تر درملنې لاندې دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، چاودنه یوه ښوونځی ته څېرمه په یوه کور کې د کانونو لپاره د زېرمه شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
