د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګانی وویل چې دغه پېښه تېره ورځ شوې ده.

هغه زیاته کړه، د شخړې پر مهال یوه لوری د تومانچې ډزې کړی چې له امله یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوی دی.

بلال د جزییاتو له ورکولو پرته وایی چې د پېښې عاملین نیول شوی او دوسیې به یې اړوندو ارګانونو ته وسپارل شی.