بېرته
دافغانستان داسلامی جمهوریت دسترې محکمې خبرتیا
د خپرېدو نېټه: 1389/05/20 0:0د خبر شمېره: 1309سرچینه: ایرکا خبری آژانس

څرنګه چې دروژې مبارکه میاشت د شرعی اصولو له مخې په سعودی عربستان کې ولیدل شوه له دې امله ددغه هیواد د دارالفتا دفتوا له مخې چهار شنبه د 1431 هجری قمری کال دروژی دمبارکې میاشتې له لومړۍ ورځې سره برابره ده دافغانستان داسلامی جمهوریت ستره محکمه دروژې دمبارکې میاشتی دلومړۍ ورځې په توګه دچهارشنبې دورځې داعلامولو په ترڅ کې ددغې مبارکې میاشتی درارسیدو له امله دخپلې مبارکی مراتب دافغانستان داسلامی جمهوریت جمهور رییس ، دجمهوری ریاست مرستیالانو ، دملی شورا ددواړو مجلسونو رییسانو دکابیې غړو دپارلمان غړو او دافغانستان ټولو نجیب او مسلمان ملت ته وړاندې کوی او دلوى خداى ج له دربار څخه هیله کوی چې ددغې مبارکې میاشتې په برکت دمسلمانانو عبادتونه په خپل دربارکې قبول کړی اوزموږ په ګران هیواد کې سراسری سوله اوامنیت ټینګ کړی .