بېرته
د ټاکنو پر وړاندې خنډونو، یوناما اندېښمنه کړې
د خپرېدو نېټه: 1389/05/24 0:0د خبر شمېره: 1360سرچینه: آژانس خبری ایرکا

په داسې حال کې، چې د ولسی جرګې راتلونکو ټاکنو ته د کاندیدانو انتخاباتی کمپاینونه روان دی او د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم بېلابېلو ولایتونو ته په تدارکاتو بوخت دى، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د دغو ټاکنو په مخ کې د پرتو خنډونو له کبله اندېښنه څرګنده کړې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما ویاند نظیف الله سالارزى وایی، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړی استازی سټیفن دیمستورا یو پیغام خپورکړى، چې په هغې کې یې د ټاکنو د شفافیت لپاره په ځینو مسایلو څرګندونې کړی دی.
بل خوا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوی، چې په دې وروستېو کې یې ځینو ولایتونو ته سفرونه هم کړی، په یو شمېر ولایتونو کې یې د نا امنیو له کبله د ټاکنو د بهیر د پیلولو پر څرنګوالی اندېښنه څرګنده کړې.
معنوی ویلی، چې دوى به هڅه وکړی د امنیت په ټینګښت سره په دې ولایتونو کې په ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیسی.
بل لور ته بیا افغان امنیتی چارواکی وایی، چې دوى د ولسی جرګې د ټاکنو لپاره د ډاډ منې امنیتی فضا د رامنځ ته کولو په هڅه کې دی.
ټاکل شوې د ولسی جرګې ټاکنې د وږی د میاشتې په اوه ویشتمه نېټه ترسره شی.