جمهور رئیس حامد کرزی د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې له مشر سناتور جان کیری سره له دوه پړاوه خبرو اترو وروسته ژمنه وکړه، چې د لوېدیځ فساد ضد ډلو ته به اجازه ورکړی، چې له سیاسی مداخلې پرته تحقیقات وکړی. جان کیری له کرزی په کلکه وغوښتل، چې د فساد پرضد جدی اقدام وکړی، ګنې د جګړې په دې حساس پړاو کې به د امریکا په کانګریس کې ملاتړ له لاسه ورکړی. د امریکا د کانګریس ډېرى غړی د افغانستان د جګړې په بریالیتوب شک لری، مګر دا، چې کرزی په خپل حکومت کې رشوت خوری ختمې کړی او پر حکومت د عامو افغانانو اعتماد بېرته لاس ته راوړی. جان کیری د سې شنبې په ورځ له کرزی سره دوه ځلې ولیدل او د پاکستان له سفره وروسته یې د جمعې په ورځ له مخکینی پروګرامه پرته بیا ورسره وکتل. له پرونۍ کتنې وروسته دواړه د تلویزیونی کمرو مخ ته حاضر شول او کرزی د لومړی ځل لپاره د هغو دوو تحقیقاتی ډلو په باب په ښکاره خبرې وکړې، چې په وروستیو ورځو کې یې د کرزی یو جګپوړی سلاکار ونیوه، خو وروسته د کرزی په مداخلې خوشی شو. محمدضیا صالحی د دغه خاص ځواک له لوری په رشوت کې د یوه موټر د اخیستلو په تور ونیول شو، خو د کرزی د فشار په نتیجه کې پرېښودل شو. امریکایی چارواکی د نوموړی نیونه د فساد پرضد په مبارزه کې د کرزی لومړنۍ ازموینه ګڼی.