
د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ چارواکو پرون په دې ولایت کې د یوه 13 کلن ځانمرګی برید کوونکی د نیولو خبر ورکړ.
د دهراوود ولسوال خلیفه سعادت رسنیو ته وویل، چې نیول شوى ماشوم د هلمند ولایت د زمینداور اوسېدونکى دى.
نوموړی زیاته کړه، چې دغه ماشوم د ځانمرګی برید لپاره قوماندانۍ ته څېرمه په یوه هټۍ کې د ځانمرګی برید د واسکټ اغوستو پر مهال ونیول شو.
سرچینه زیاتوی، چې له دې ماشوم سره دوه تنه نور هم وو، خو هغوى په تېښته بریالی شوی دی .
د سعادت په وینا، نیول شوی ماشوم اعتراف کړى، چې د ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ یې د ځانمرګی برید قصد درلود.
نږدې درې میاشتې وړاندې هم په دهراوود ولسوالۍ کې یو 13 کلن ماشوم، چې د ځانمرګی برید واسکټ یې پر ځان و او غوښتل یې پر ولسوال برید وکړی ، د پولیسو په ډزو ووژل شو.