بېرته
د افغان کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه
د خپرېدو نېټه: 1389/05/31 0:0د خبر شمېره: 1504سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمیشنرۍ د پاکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د افغان کډوالو د ناسم وضیعت په اړه اندېښنه ښوولې ده.
په هغې خبر پاڼه کې، چې د دغې کمیسشنرۍ له خوا خپره شوې ده راغلی، چې د پاکستانیو تر څنګ په زرګونه افغان کډوال هم د سېلابونو له کبله اغېزمن شوی او له ستونزو سره مخ دی.
په خبرپاڼه کې راغلی، چې اوس مهال یو ملیون او اووه لکه افغان کډوال په پاکستان کې اوسی، چې ډېرى یې په سیلاب ځپلو سیمو کې میشت دی.
ویل شوی، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ یو پلاوى سیمې ته استول شوى، څو د دغو کډوالو د ژوند څرنګوالى او وضیعت له نږدې وڅېړی.