افغان ولسمشر حامدکرزی په هېواد کې د خصوصی امنیتی کمپنیو د فعالیت د بندولو لپاره یوځل بیا د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او د امریکا له خلکو یې غوښتنه وکړه، چې خپلې د مالیې پیسې دې هغو امنیتی قراردادیانو ته نه ورکوی، چې د ده په وینا له مافیایی ډلو او ښایی له وسله والو مخالفینو سره اړیکی لری. ښاغلی کرزی تېره شپه له ABC ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، خصوصی امنیتی کمپنۍ د پولیسو او امنیتی ځواکونو د جوړښت په لاره کې لوی خنډ دی. ښاغلی کرزی له ABC ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، زه د امریکا پر خلکو غږ کوم چې خپلې په زیار ګټل شوې پیسې دې پر هغو ډلو نه ضایع کوی، چې نه یوازې د افغانستان خلکو ته یې سرخوږی جوړ کړی بلکې احتمالاً له مافیایی ډلو سره اړیکی لری. د ښاغلی کرزی په وینا له افغانستان سره د مرستو پیسې د همدې ډلو له لارې تروریستانو او وسله والو مخالفینو ته هم رسېدای شی. ښاغلی کرزی زیاته کړه، هغو نسبتاً لوړو تنخواګانو چې د دې بهرنیو امنیتی کمپنیو له خوا ورکول کېږی له افغان امنیتی ځواکونو سره د خلکو د یوځای کېدو په لاره کې لوی خنډ جوړ کړی. ده وویل، که یو افغان ځوان ته په یوه امنیتی کمپنۍ کې لوړه تنخواه ورکول کېږی نو دی به ولې په پولیسو کې غړیتوب ته زړه ښه کوی، نو ځکه د افغان امنیتی ځواکونو پرمختګ په طبیعی ډول له خنډ سره مخامخ کېږی. ښاغلی کرزی وویل، د افغان امنیتی ځواکونو د ودې لپاره باید دا ډلې له مینځه ولاړې شی. ده که څه هم یادونه وکړه، چې د ډیپلوماټانو او مرستندویو ټولنو د امنیت لپاره به یوازې یوه محدود شمېر امنیتی قراردادیانو ته د فعالیت اجازه ورکړی خو یوځل بیا یې ټینګار وکړ، چې دوی به هېڅکله هم سړکونو یا بازارونو او لویو لارو او یا هم پر لویو لارو اکمالاتو ته پرې نه ښودل شی، ځکه د ښاغلی کرزی په وینا دا د افغان امنیتی ځواکونو او پولیسو کار دی. افغان ولسمشر تېره میاشت د کابل په کنفرانس کې ژمنه وکړه، چې د هېواد امنیتی ځواکونه به تر 2014 کاله پورې د ټولو امنیتی چارو مسوولیت په غاړه واخلی او له دې وروسته یې تېره اوونۍ د څلورو میاشتو په ترڅ کې په هېواد کې د موجودو خصوصی امنیتی کمپنیو د انحلال فرمان لاسلیک کړ. د ښاغلی کرزی استدلال دا و، چې دې کمپنیو د امنیت پرځای په هېواد کې بې امنیتی راوستې ده: "شخصی امنیتی ډلې، امنیتی شخصی شرکتونه هره ورځ زموږ په هېواد کې د بدبختۍ باعث کېږی. زموږ د خلکو حقوق تر پښو لاندې کوی، امنیت خرابوی. خدای خبر چې دوی د ورځې له خوا غلاوې او شوکې کوی کوی او د شپې تروریستان ترې جوړېږی." د امریکا دفاع وزارت د افغان ولسمشر د دې پرېکړې په عکس العمل کې وویل، د خصوصی امنیتی کمپنیو د انحلال لپاره ټاکل شوې موده ډېره کمه او ستونزمنه ده، ځکه د دوی په وینا افغان ځواکونه تراوسه هسې چې لازمه ده نه دی روزل شوی. خو رویټرز خبری اژانس د امریکایی سناتور لیندسی ګراهام وینا را اخیستې ده، چې څه موده مخکې افغانستان ته له سفر وروسته یې له CBS ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، افغان پوځ دومره پرمختګ کړی چې داسې پرمختګ ده مخکې هېڅکله هم نه و لیدلی. سناتور ګراهام همداراز وویل، چې د افغانستان امنیتی حالت دې هېواد ته د اضافی امریکایی عسکرو له استولو وروسته ډېر ښه شوی دی.