د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په دولتزیو سیمه کې نن سهار دوه چاودنې شوی، چې له امله یې د پینځو پولیسو د ټپی کېدو ترڅنګ څو تنه خبریالان هم برسیرن ټپیان شوی. ځایی خلک وایی لومړۍ چاودنه د دولتزیو د ملا صیب قبر سیمه کې سهار شپږ نېمې بجې هغه مهال وشوه او پینځه پولیس پکې ټپیان شول، چې د چپرهار ولسوال په یوه جنازه کې د ګډون په نیت له پولیسو سره له دې سیمې تېریده. د خلکو په خبره ولسوال ته چاودنې زیان نه دى اړولى، خو ترې وروسته د ورځې شاوخوا لس بجې همدلته یوه بله چاودنه هم شوې. یو شمېر خبریالانو، چې په وینایې د لومړۍ چاودنې په خبری پوښښ پسې سیمې ته تللی وو، کلید ته وویل، چې دا چاودنه پردوى شوې، چې یوازې یې پینځه تنه پکې برسیرن ټپیان دی او نور کوم زیان نه لری. د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سمونوال عبدالغفور یوازې لومړۍ چاودنه منی او د هغې په اړه وایی، چې پر پولیسو هغه وخت شوې، چې دوى امنیتی ګزمه کوله. بلخوا تېره شپه د جلال اباد د بهسودو د کمپونو پرسیمې یو توغندیز برید هم شوى، چې د ولسی جرګې د یوه نوماند د کور مخې ته لګېدلى او د چارواکو په وینا کوم زیان یې نه دى رامنځته کړى. د درېیو واړو پېښو مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخېستى، خو باید وویل شی، چې د ورته ډېرو پېښو مسؤلیت پخوا وسله والو طالبان پرغاړه اخېسته. ننګرهار، چې له څو اونیو راهیسې پکې د دولت د وسله والو مخالفینو فعالیتونه یو څه کم شوی وو، دې پېښو یې بیا پرامنیتی چارواکو د خلکو نیوکې پارولی او پر خپل خوندیتوب یې اندېښمن کړی دی.