بېرته
لا وختی دى، چې د امریکا هلې ځلې ناکامې وبللى شی
د خپرېدو نېټه: 1389/06/02 0:0د خبر شمېره: 1548سرچینه: آژانس خبری ایرکا

د امریکا مرستیال جمهور رئیس جوبایډن ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د جګړې هلې ځلې د توقع وړ دی، خو په مجموع کې لا وختی دى، چې دا هلې ځلې ناکامې وبللى شی.
جوبایډن له پیله افغانستان ته د نورو امریکایی پوځیانو له استولو سره مخالف وو.
ده پخوا باور درلود، چې باید په افغانستان کې کم شمېر امریکایی پوځیان حضور ولری او د جنګی او بې پېلوټه الوتکو په وسیله د طالبانومورچې وځپی.
جوبایډن د امریکا په انډیانا کې امریکایی پوځیانو ته همداراز وویل، چې پخوا د افغانستان جګړې ته شا اړول شوې وه او یوازې په وروستیو کې د دغه هېواد د جګړې لپاره یوه ستراتیژی جوړه شوه.
ده جنرال ډېوېډ پېټریوس ته په اشارې سره ویلی، چې اوس دوى په افغانستان کې سم قومندان او کافی شمېر عسکر لری، چې خپل هدف ته ورسېږی.