پاکستان د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ملی امنیت شورا د سلاکار دا ادعا رد کړه، چې ګنې دغه هېواد ترورېستانو ته پناه ورکړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالباسط وویل، چې د افغانستان د ملی امنیت د سلاکار رنګین دادفر سپنتا ادعا څه نوې خبره نه ده، بلکې د پاکستان او د هغه د استخباراتی ادارو پرضد تکراری او بې بنیاده ادعاګانې دی. د جمهور رئیس کرزی د ملی امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا په یوه لیکنه کې، چې د دوشنبې په ورځ په واشنګټن پوسټ کې چاپ شوه، پر پاکستان تور پورې کړى و، چې دوه مخې پالیسی پرمخ بیایی. د سپنتا په وینا، له یوې خوا له لوېدیځوالو په ملیاردونو ډالره مرسته اخلی او له بلې خوا د هغوى پرضد تروریستی ډلو ته پناه ورکوی. سپنتا په نړیوالې ټولنې غږ کړى و، چې د ترهګرۍ پرضد د پراخې ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه په پاکستان کې د دېره ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره پکار ده، چې هغه دولتونه ورټل شی، چې تروریستان د خپلې بهرنۍ پالیسۍ لپاره د یوې وسیلې په توګه شتمنی ګڼی. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالباسط وویل، چې دا د سپنتا خپل شخصی نظر دى او د افغانستان او پاکستان د جمهور رئیسانو د نظر څرګندونه نه کوی، ځکه، چې دوى دواړه له یو بل سره تفاهم لری.