بېرته
فرانسه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د وژنې څېړنه کوی
د خپرېدو نېټه: 1389/06/03 0:0د خبر شمېره: 1568سرچینه: ایرکا خبری آژانس

فرانسې په دې اړه څیړنه پیل کړې، چې ایا په افغانستان کې یې درې سرتیری سهوًا په ډزو ټپیان شوی دی، که څنگه.
د فرانسې د وسله والو قواوو د قوماندانۍ یوه ویاند وویل، ډېر احتمال شته، چې دغه سرتیری به د دوشنبې ورځې په پېښه کې سهواً په ډزو ټپیان شوی وی.
دا پېښه کابل ته نژدې له هغې بلې پېښې جلا شوې ده، چې په ترڅ کې ده فرانسوی سرتیری د وسله والو په ډزو ووژل شول.
له دې تلفاتو سره په افغانستان کې د فرانسوی ځواکونو د تلفاتو شمیر 47 تنو ته ورسید.