بېرته
واحدی: هلمند کې خصوصی امنیتی کمپنیو امنیت خراب کړى
د خپرېدو نېټه: 1389/06/04 0:0د خبر شمېره: 1577سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د هلمند د ملی امنیت رئیس وایی، په ښار کې یوازې خصوصی امنیتی کمپنیو امنیت خراب کړى دى او هغه د جمهور رئیس حامدکرزی د هغه فرمان د ژر تدبیق کېدو غوښتنه کړېده، چی له مخې یې خصوصی امنیتی کمپنى باید منحل شی.
دا په داسی حال کې ده، چې لښکر ګا کې وروستیو سړی تښتونو او ناامنیو ډیرى خلک په وېره کې اچولی او له دولته د دغو ستونزو د ختمولو غوښتنه کوی.
دغه امنیتی ستونزه له یوې میاشتې راهیسې زیاته شوې ده، چې په مرکز لښکر ګاه کې د نامعلومو کسانو له لوری ملکی وګړی وژل کیږی او دولتی مسؤلین یې په نیولو کې پاته راغلی دی.
د هلمند د ملی امنیت رئیس ډکروال نظر علی واحدی د خلکو ستونزې منی او وایی که څه هم د امنیت د ټنګښت په اړه جدی هلی ځلی کوی، خو په ښارکې د ناامنیو د زیاتوالی اصلی لامل د خصوصی امنیتی کمپنیو وسله والې ډلې دی.
د ملی امنیت رئیس وایی، ډیرى وختونه، چې په ښار کې وسله وال کس نیول کیږی وروسته په ډاګه شی، چې دیوې امنیتی کمپنۍ ساتونکى دى .
د ده په وینا، که چېرې د دې کمپنیو مخه ونیول شی د امنیت ستونزه هم هواریږی.