بېرته
کرزی د جګړې په ستراتیژۍ کې د بدلون غوښتنه وکړه
د خپرېدو نېټه: 1389/06/08 0:0د خبر شمېره: 1630سرچینه: ایرکا خبری آژانس

جمهور رئیس کرزى وایی، د افغانستان لپاره د امریکا د جګړې ستراتیژی بیا کتنې ته اړتیا لری.
د کرزی د دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم جمهور رئیس د جرمنی د پارلمان له رئیس نوربرت لامیرت سره په کتنه کې د افغانستان او سیمه ییز امنیت په باب د خبرو په ترڅ کې وویل، چې د ترهګرۍ پرضد د جګړې پر ستراتیژۍ باید بیا غور وشی .
ده زیاته کړه، د تېرو اتو کلونو تجربې وښودله، چې د افغانستان په کلیو کې (د طالبانو پرضد) جګړه ګټه نه لری او د ملکی خلکو له وژل کېدا پرته بله لاسته راوړنه نه شی لرلاى، نوضروری ده، چې په افغانستان کې ستراتیژی بدله شی.
کرزی ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د بلواګرو پر ضد پر ستراتیژۍ بیا غور تر ټولو ضروری چاره ده.
تر دې مخکې کرزی څو امریکایی چارواکو ته، چې کابل ته یې سفر کړى وو، ویلی وو، چې امریکا او ناټو باید خپل پوځی تمرکز د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو اډو ته واړوی.
افغانستان او لوېدیزوال تل وایی، چې کره شواهد لری، چې طالبان او د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان په پاکستان کې مرکزونه لری، همالته جنګی روزنه، وسلې او پیسې ترلاسه کوی.