بېرته
په هلمندکی چاودنی شپږ تنه ملکی وګړی ټپیان کړی دی .
د خپرېدو نېټه: 1389/06/11 0:0د خبر شمېره: 1709سرچینه: ایرکا خبری آژانس

دهلمند ولایت دامنیه قومندانۍ دامنیت امر سمونوال کمال الدین شیرزى وایی تیره شپه په لښکر ګاه کې یوه چاودنه وشوه چې په پایله کې یې شپږ تنه ملکی وګړی ټپیان شول.
شیرزى وایی چاودنه په لښکر ګاه ښار کی سولې څلور لارې ته څیرمه دهیندوانو په اټیو کې رامنځ ته شوه .
دی وایی په دغه ځاى کی چاودیدونکې توکی ځاى په ځاى شوی وو چې وروسته چاودنه ورکړل شوه.
شیرزى وایی په دې نه پوهیږی چې ددې پېښې موخه څه وه
خو دپیښې په تړاو یې یوشکمن کس نیولى او تر پوښتنو ګرویږنو لاندې دى .
دپیښې په ځای کې هټیوال وایی دلته کوم داسی څوک نه ووچې ووایو دپیښې موخه پلانکى وی
دوی وایی دلته ټول هغه کسان راغونډشوی وو چې دماښام لپاره دخپلو کورنیو لپاره نفقه برابره کړی خو په دې خوښ ووچې داپیښه تر روژه ماتی ورسته رامنځته شوه کنه ډېرو ملکی کسانو ته به یې مرګ ژوبله اړولی واى
په دی اړه دایمریجنسی روغتون یو تن کارکونکى چې نه غواړی نوم یې څرګند شی وایی چی دوى ته تیر ماښام شاخوا لس تنه ټپیان راویستل شول خو اوس یوازی څلور تنه پاته دی نور یې روخصت کړی دی
سرچینې دټپیانو روغتیایی حالت دډاډ وړ وباله
دغه پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کیږی چې تېره ورځ دټاکنو دخپلواک کمیسیون مشرفضل احمد معنوی او په هلمند کې ځایی چارواکو د ډاډمن امنیت خبر ورکولو.