د چک دفاع وزیر د جمعې په ورځ وویل، دى غواړی، چې په کوسوو کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړی او پرځاى یې په افغانستان کې سرتېری زیات کړی. له پراګ څخه د فرانس پرېس خبری اژانس د راپور له مخې د چک دفاع وزیر الکساندر وندرا د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، دوى غواړی، چې په کوسوو کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړی . وندرا زیاته کړه ،دى غواړی، چې په افغانستان کې د چک د اوسنیو 530 سرتېرو شمېره زیاته کړی، چې په دې هېواد کې یقیناً درې کاله یا ښایی ډېر کلونه نور پکار دی. چک جمهوریت، چې د اروپایی اتحادیې غړیتوب هم لری، په 1999 کې د ناټو غړى شو. د دې هېواد دفاع وزیر به د 2011 او 2013 کال د ماموریت پلان په سپټمبر او اکټوبر کې د خپل حکومت کابینې ته وړاندې کړی.