بېرته
راسموسن: راروان کال به د افغانستان امنیتی چارې افغانانو ته وسپارل شی
د خپرېدو نېټه: 1389/06/17 0:0د خبر شمېره: 1823سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د ناټو عمومی منشی اندرس فوګ راسموسن وویل، د افغانستان امنیتی وضعه دومره ښه شوې ده، چې امنیتی چارې افغانانو ته وسپارل شی.ټاکل شوې ده، چې د ناټو غړی هېوادونه د پرتګال په مرکز لیزبن کې دوې میاشتې وروسته غونډه وکړه او په دې غونډه کې افغانانو ته د افغانستان د امنیتی چارو د ورسپارلو مساله وڅیړل شی. په دې غونډه کې به د بیلابیلو ولایتونو د امنیتی چارو د مسوولیت سپارلو پر پلان خبرې وشی.
د ناټو عمومی منشی اندرس فوګ راسموسن وایی، نړیوال پوځیان به وتوانیږی چې راروان میلادی کال د افغانستان امنیتی چارې افغان حکومت ته وسپاری.
اندرس فوګ راسموسن سره له دې چې افغان امنیتی ځواکونو ته د امنیتی چارو د سپارلو لپاره یو مخ مشخصه نیټه ونه ټاکله خو د ناټو د عمومی منشی خبره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له ژمنې سره سر خوری چې ویلې یې دی د راروان میلادی کال له جولای څخه به له افغانستانه د خپلو عسکرو وتل پیل کړی.
د ناټو د عمومی منشی خبره په اروپایی هیوادو کې د مخ په زیاتیدونکی بې صبری انعکاس هم کوی، چې وروسته تر نهو کلونو د اروپا اکثر هېوادونه غواړی چې د افغانستان شخړه باید نوره پای ته ورسیږی.
د اسوشیېټډ پرېس اژانس په وینا د اندرس فوګ راسموسن له څرګندونو داسې ښکاری، چې روان کال به په افغانستان کې امنیتی وضعه یو دم ښه نه شی.
د ناټو عمومی منشی په پسرلی کې د ناټو په غونډه کې ویلی وو، چې د دوی لومړۍ هڅه به دا وی چې روان میلادی کال د افغانستان امنیتی چارې افغانانو ته وسپاری:
"زموږ هدف په دوه زره لسم کال کې څرګند دی. له یاغیانو څخه د واک خپلول، د افغانستان له حکومت سره د حاکمیت په غښتلی کولو کې مرسته کول او د روان کال په ترڅ کې افغان حکومت ته د امنیتی چارو د ورسپارلو پیلول."
ټاکل شوې ده، چې د ناټو غړی هېوادونه د پرتګال په مرکز لیزبن کې دوې میاشتې وروسته غونډه وکړه او په دې غونډه کې افغانانو ته د افغانستان د امنیتی چارو د ورسپارلو مساله وڅیړل شی. په دې غونډه کې به د بیلابیلو ولایتونو د امنیتی چارو د مسوولیت سپارلو پر پلان خبرې وشی.
د ناټو عمومی منشی وویل، د ده په باور امنیتی وضعه ښه شوې نو د امنیتی چارو سپارل ممکن دی، راسموسن زیاته کړه له دې سره سره له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتلو مساله له دې سره ارتباط لری چې مځکنی وضعیت څه ډول دی.
اندرس فوګ راسموسن په واشنګتن کې مخکې تر دې چې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره خبرې وکړی، خبریالانو ته دا هم وویل، چې موږ به هله له افغانستانه وځو چې خپله دنده مو سرته رسولې وی.
بل لورته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندانان د دې لیواله دی، چې وخت معین شی چې په دې وخت افغان امنیتی ځواکونو ته امنیت سپارل کیږی.
په افغانستان کې د ناټو د روزنې د ماموریت مشر ډګر جنرال بیل کالډویل وایی، لږ تر لږه یوه بل کال ته اړتیا شته څو دومره افغان پوځیان مو جذب کړی او روزلی وی چې اړتیا یې شته.
د ناټو عمومی منشی څرګنده کړه چې له افغانستانه راروان کال د پوځیانو د وتلو طرحه له دې سره په ټکر کې نه ده چې د ناټو او امریکایی ځواکونو عمومی قوماندان جنرال پیټرویس ویلې دی، چې په افغانستان کې دوه زره نورو بهرنیو پوځیانو ته ضرورت شته، ځکه چې د دغو دو زرو اکثریت به روزنکی وی او افغان پوځیان به روزی څو له افغانستانه د ناټو د عسکرو وتلو ته زمینه برابره شی.