بېرته
اوباما: د داری فساد کمولو په اړه پر ولسمشر کرزی فشار زیاتوو
د خپرېدو نېټه: 1389/06/21 0:0د خبر شمېره: 1879سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما په افغانستان کې د اداری فساد په اړه په سپینې ماڼۍ کې خبرې وکړی او ویې ویل، چې په دې اړه یو څه پرمختګ شوی خو کافی نه دی. د امریکا جمهور رییس دغه راز وویل، په جمهور رییس حامد کرزی باندې خپلو فشارونو ته به دوام ورکړې تر څو په حکومت کې اداری فساد له منځه یوسی.
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د جمعې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د اداری فساد د له منځه وړلو په کار کې یو څه پرمختګ شوی خو په دې هېواد کې د فساد د فرهنګ په ختولوبه زیات وخت ولګیږی.
د امریکا جمهور رییس وویل: "موږ به د افغانستان حکومت وهڅوو، چې خپلو خلکو ته خدمت کولای شی. موږ به د دې خبرې ډاډ هم حاصل کړو، چې له جمهور رییس حامد کرزی سره د مرستو یوه برخه به دا وی، چې جمهور رییس کرزی د یوه پراخ بنسټه او مشروع حکومت مشری وکړی او په داسې یوه حالت کې به اداری فساد هم کم شی."
جمهور رییس بارک اوباما وویل، موږ په افغانستان کې یوڅه پرمختګ کړی. ده زیاته کړه د اداری فساد د کچې راټیټول د افغانستان حکومت ته مشروعیت ورکوی او د افغان امنیتی ځواکونو د روزنې ماموریت یو ډېر حساس ماموریت دی.
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما وویل، د افغانستان له جمهور رییس حامد کرزی سره یې په منظم ډول د اداری فساد مساله راپورته کړې او فشار یې پرې اچولی، چې په اداری فساد کې ښکیل چارواکو په ضد دې عمل وکړی.
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما وویل، څلور کاله وړاندې په افغانستان کې د افغانستان د قضایی سیستم 11 تنه قاضیان د اداری فساد په تور نیول شوی وو.
په روان کال کې 86 قضایی چارواکی نیول شوی دی. جمهور رییس اوباما وویل، موږ ولیدل چې د افغانستان حکومت د پولیسو په قوماندانانو او مهمو سوداګرو پسی تللی دی خو له خپل منزل څخه لا هم ډېر لیری یو.
د امریکا جمهور رییس بارک اوباما وایی، هرځلې چې مې له جمهور رییس کرزی سره کتلی د اداری فساد په اړه مې ورسره خبرې کړی. ده وویل: "هر ځل چې ما له جمهور رییس کرزی سره خبرې کړې، ما ویلی، زموږ لپاره ډېره مهمه ده، چې له تاسې سره د ملی پوځ او ملی پولیسو د روزنې په چارو کې مرسته وکړو.
یوازې په هغه صورت کې به تاسې په اوږدې مودې کې یو باثباته حکومت ولرۍ، چې افغانان یې حس کړی، تاسې یې خیال ساتۍ. په دې توګه به په حکومت کې د اداری فساد فرهنګ کم شی. موږ به په همدې اړه په ښاغلی کرزی باندې فشارونه زیات کړو."
جمهورر رییس اوباما د خبری رسنیو هغه راپورنه ومنل، چې وایی، په اداری فساد کې ښکیلو یو شمېر افغانانو ته د امریکا د حکومت پیسې هم ځی.
خبری رسنیو ویلی، د امریکا د استخباراتو مرکزی ادارې یا سی. ای. اې د معلوماتو د تر لاسه کولو په مقصد ځینو افغان چارواکو ته یې پیسی ورکړی دی.