د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون نن په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د دې کمېسیون په اړه معلومات ورکړل او د یاد کمېسیون کړنې یې وستایلې . دغه کمېسیون 114 کمیشنران لری، چې په هغې کې د ملی دفاع وزارت او ملی امنیت استاذی هم موجود دی. د شکایتونو د کمیسیون د معلوماتو له مخې دوى د 34 هغوکاندیدانو نومونه هم له لېسته لرې کړی، چې په ناقانونه وسله والو ډلو پورې یې تړاو درلود. د شکایتونو د کمېسیون یو تن غړی وویل، چې دوى ته ټول ټال د1500 په شاوخوا کې شکایتونه رسیدلی او دوى له دې جملې څخه له 1000 زیات شکایتونه بر رسی کړی دی.