نوموړی یو ځل بیا ډاډ ورکړ، چې یوازې په کابل کې نه بلکې په ټول افغانستان کې د راېو په مرکزونو کې د رایې اچونکو د هرکلی لپاره بشپړ تیارى نیول شوى دى. جمهور رئیس کرزی هم د کابل ښار په امانی لېسې کې د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړه او یو ځل بیا یی خلک په انتخاباتو کې د ګډون لپاره وهڅول. په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی استیفن دیمستورا هم امانی لېسې ته ورغلى و او هلته یې د رایې ورکوونې لړۍ له نږدې څخه وکتله. نوموړی په افغانستان کې د انتخاباتو له پروسې څخه خوښی څرګنده کړه او خلکو ته یی ډاډ ورکړ، چې ملګری ملتونه په افغانستان کې له ډیموکراتیکو پروسو څخه په ټینګه ملاتړ کوی.