په سیمه کې د ټاکنو کمېسیون مسؤلینو زموږ خبریال ته ویلی، چې په ډېر لنډ وخت کې به دغه ستونزه حل کړی. دغه راز زموږ خبریال زیاتوی، چې د بامیانو په مرکزی لېسو کې د ښځو د رای اچوولو مرکزونه شتون نه لری او د ښار له مرکزه لرې په ناحیو کې ورته مرکزونه جوړ شوی، چې په وینا یې دغې چارې ښځو ته یو لړ ستونزې راولاړې کړی.