بېرته
قرباغ ولسوالۍ ته د رایو اچولو صندوقونه نه دی رسېدلی
د خپرېدو نېټه: 1389/06/27 0:0د خبر شمېره: 1977سرچینه: ایرکا خبری آژانس

ویل کېږی، قرباغ ولسوالۍ تر 15 زیات ټاکنیز مرکزونه لری، تمه ده، شاوخوا، 38000 تنه به رایه ورکړی، خو تراوسه ورته د ټاکنو لپاره اړوند توکی نه دی رسېدلی.
نوموړی زیاته کړه، چې نواباد او کاهنات سیمې ته هم تر 10 بجو راى پاڼې او نور توکی نه وو رسیدلی او ډېر نور د رایو ورکولو مرکزونه هم له ټاکلی وخته ډېر وورسته پرانیستل شول.
دغه راز نوموړی زیاته کړه، چې د غزنی ولایت مالستان ولسوالۍ ته هم د ټاکنو اړوند صندوقونه پرته له اسنادو راوړل شوی، چې دا په داګه نه ده، چې دغه صندوقونه له وړاندې څخه ډک شوی او که د اسنادو په برخه کې ستونزې لری؟