د پارلمانی انتخاباتو په اړه د اروپایی اتحادیې غبرګون کاترین اشتون، په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان له ټولو خکو، هغه که نوماندان دی، که رایې ورکوونکی او یا هم افغان انتخاباتی چارواکی، چې د خپل هېواد د راتلونکی لپاره فکر کوی ملاتړ اعلانوی. اشتون په خپلو خبرونو کې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپلو کارونو کې په پوره ډول بې پرې وباله. د اروپایی اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرې په دغو ټاکنو کې د دې امله، چې پکې د تېر په پرتله ښځینه نوماندانې ډېرې دی خوښی څرګنده کړه.