په داسې حال کې، چې افغان او نړیوال ځواکونه د ناامنۍ د پراختیا خبر ورکوی، ښکاری، چې سږکال به د ولسی جرګې ټاکنې له بېلابېلو لوریو له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ وی. د د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی پرون په کابل کې ژورنالستانو ته همدې ته ورته خبره وکړه او ویې ویل، چې دوی له نړیوالو ځواکونو سره یوځای کوښښ کوی، چې د انتخاباتو تر ورځې پورې په هېواد کې د امنیت لمنه ګام پر ګام پراخه کړی. که څه هم نوموړی په ښکاره توګه وویل، چې په هېواد کې د جمهوری ریاست د انتخاباتو راهیسې امنیتی ستونزې یو څه زیاتې شوی دی، خو د ناټو چارواکی وایی، چې د تېرو انتخاباتو له تجربو څخه په ګټه اخیستنې او د امنیتی ځواکونو د شمېر د زیاتوالی له امله دوی ډاډه دی، چې د ولسی جرګې انتخابات به په یوې خوندی فضا کې ترسره شی. دا ننګونې پر دی سربیره دی، چې یو شمېر دولتی چارواکی له همدا اوسه د خپلو مشخصو کاندیدانو د بریالی کېدلو لپاره له دولتی امکاناتو ناوړه ګټه پورته کوی او د ټاکنو شفافیت او رنښت ته تاوان پېښوی. همدا وړمه ورځ د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا خبر ورکړ، چې په ځینو ولایتونو کې د کاندیدانو په ګټه له دولتی امکاناتو څخه ناوړه استفاده شوې ده او دوی د تخلف تر 150 موردو ډېر ثبت کړې دی. د دې ترڅنګ، چې طالبان او د حزب اسلامی ډلې له تېرو څو میاشتو را په دې خوا د امنیت د خرابولو لپاره ډېرې هڅې کوی، د تېرې شورا کمزوری کردار او نارښتینې او نه ترسره کېدونکی غوښتنې هم د دې سبب شوې دی، چې ښایی په ټاکنو کې د خلکو د ونډې پر کچې ناوړه اغېزه او فیصده راښکته کاندی. دا لا څه کوې، چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې به یوازې د ناامنیو له امله د رایه ورکولو له 900 څخه زیات مرکزونه د انتخاباتو په ورځ په هېواد کې تړلی پاتې شی او حاضر حال د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ فیفا په حواله ویلای شو، چې په شاوخوا 14 ولایتونو کې کاندیدان لااقل په دې نه دی توانېدلی، چې د خلکو ترمنځ سم کمپاین وکړی او خپل پروګرامونه او موخې خلکو ته تشریح کړی. د افغانستان امنیتی ادارو تېره اوونۍ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته خپل بشپړ امنیتی پلان تشریح کړی و، چې په نتیجه کې یې کمیسیون د دغه پلان تر مطالعې وروسته خبری رسنیو ته وویل، چې په ټول هېواد کې 930 انتخاباتې سایټونه دی، چې د امنیتی ګواښونو له امله به تړلی وی. د دغه خبر په اورېدو سره همدا وړمه ورځ د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا او عامو افغانانو له بېلابېلو رسنیو سره دا اندېښنه څرګنده کړه او د انتخاباتو له کمیسیون او له امنیتی چارواکو څخه یې وغوښتل، چې ټولو افغانانو ته دې په انتخاباتو کې د رایه ورکولو شرایط او زمینه برابره شی. لکه څنګه چې د خلکو غوښتنې پر حقه دی، نو د دغو ټکو له توضیح کولو څخه مو هدف دا نه دی، چې ګواکې خلک دې له وېرې په پارلمانی ټاکنو کې برخه نه اخلی، بلکې موخه دا ده، چې په دغو پاتې ورځو کې دې افغان امنیت ټینګوونکی ارګانونه دا هڅه وکړی، چې ټاکنې په پراخه کچه پر لاره واچول شی او هغه څوک چې راتلونکې ولسې جرګې ته راځی لا اقل له اعتباره برخمن وی او د ګډونکوونکو شمېر داسې وی، چې مشروعیت ورکړای شی. د څارونکو په وینا لکه څنګه چې افغان او ناټو ځواکونه ژمنه کوی، چې تر انتخاباتو پورې په پاتې ټوله موده کې به هڅه وکړی، چې د ناامنیو او یا تر ګواښ لاندې سیمو امنیت په بشپړه ټینګ او خلکو ته د رایو د ورکولو لپاره زمینه برابره کړی، د باور وړ خبره ده، چې په ټاکنو کې به د خلکو د ګډون کچه ډېره لوړه او هرڅوک به هڅه وکړی، چې د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړی.