بېرته
ملګروملتونو له پاکستان سره د نړیوالې مرستې غوښته وکړه .
د خپرېدو نېټه: 1389/06/29 0:0د خبر شمېره: 2028سرچینه: ایرکا خبری آژانس

ملګروملتونو له پاکستان سره دسمدستی نړیوالې مرستې غوښته وکړه .
زمونږ خبریال وای دملګروملتونو سرمنشی بان کی مون په نیویارک کښې دملګروملتونو په دفتر کښې دپاکستان دسیلابونو په باره کښې دنړیوال کانفرنس دپرانستلو په دستورو کښې دپاکستان له سیلابونو سره دمقابلې لپاره دسمدستی نړیوالې مرستې غوښتنه وکړه .
په ملګروملتونو کښې دپاکستان دسیلابونو په هکله په نړیوالې غونډې کښې دامریکا خارجه وزیره میرمن هیلاری کلینټن اودنورو هیوادونو پینځویشت لوړرتبه وزیران ګډون لری .
دملګروملتونو غونډې هڅه وکړه چې له پاکستان سره نورې مرستې جذب کړی او داپه داسې حال کښې دی چې ملګروملتونو له پاکستان سره ددوه میلیارډو ډالرو په ارزښت دنړیوالې مرستې غوښتنه کړی ده .
دامریکا خارجه وزیرې وویل دغه هیواد همدا اوس دپاکستان له سیلاب ځپلیو سره دمرستې لپاره درې سوه څلویښت میلیونه ډالره بیل کړی دی او انګلستان هم پرون وویل چې دوې خپلې مرستې دوه برابره کړی او دوو سوو میلیونو ته یې رسولی او اروپای اتحادې هم ویلی دوې اوس له پاکستان سره درې سوه پینځلس میلیونه ډالره مرستې کړی .
دایران اسلامی جمهوریت هم ویلی چې دوې دپاکستان له سیلاب ځپلیو سره سل میلیونه ډالره مرستې بیلې کړی دی او چین او نورو هیوادونو هم دپاکستان له سیلاب ځپلیو سره نوی مالی مرستې او بیړنۍ خوراکی مرستې اعلان کړې .
خو دامعلومه نه ده چې ایا دغه اعلان شوی مرستې به له هغو دوو میلیارډو ډالرو مرستو سره یوځاې شی چې غوښتنه یې شوی وه .
دملګروملتونو سرمنشی بان کی مون په نیویارک کښې ددغه موسسې غونډې ته په وینا کښې وویل مونږ نن دلته یوو ځکه چې دپاکستان سیلابونه ترټولو سترې او پیچلی طبیعی پیښې دی چې مونږ دملګرو ملتونو په تاریخ کښې ورسره مخامخ یوو .
په پاکستان کښې له تیرې جولاۍ میاشتې راهسې د سختو موسمی بارانونو په وجه سیلابونه رامینځته شوی او او دسیلاب اوبه اوس دسیند صوبې په لور تللی دی او هلته یې کلی او کروندې تباه کړی دی .
دملګروملتونو سرمنشی بان کی مون وویل دپاکستا سیلابونو کابو شل میلیونه خلک اغیزمن کړی او دولس میلیونه خلک سمدستی بشری مرستو ته ضرورت لری .
هغه وویل په پاکستان کښې سیلابونه نړیواله غمیزه ، نړیوال چیلنج، او دپیوستون نړیوال ازمیښت دی .
دملګروملتونو عمومی منشی وویل مونږ پوهیږو چې سیلابونه دنړۍ په داسې سیمه کښې رامینځته شوی چیرې چې ثبات او خوشحالۍ دنړۍ په ګټه دی .
دپاکستان دسیلابونو داغیزونو په هکله یوه ځانګړی شننه به داکتوبر میاشتې په نیمای کښې ترسره شی او دپاکستان حکومت او ملګروملتونو ایجنسیانې به بیا دسیلاب ځپلیو سیمو دبیا رغاونې لپاره نوی اوږد مهاله پلانونه جوړ کړی .