بېرته
احمدی نژاد: شک مه کوئ چې ایران به بندیزونه په فرصت بدل کړی.
د خپرېدو نېټه: 1389/06/30 0:0د خبر شمېره: 2044سرچینه: ایرکا خبری آژانس

داسلامی ایران ولسمشر دامریکا له 13 چینل سره په مرکې کې وویل، شک مه کوئ چې ایران به بندیزونه په فرصت بدل کړی.
احمدی نژاد پرون د امریکا له 13 چینل سره په مرکې کې وویل، کله چې دایران په خلاف بندیزونه نه وو، یواځې 10٪ تیلی اړتیاوې تولیدکیدلې خو له بندیزونو وروسته دایرانی متخصصیونو په هڅو سره اوس څه دپاسه 70٪ یې تولیدیږی.
هغه زیاته کړه اوس دبیوتکنالوجۍ ، اټومی او بینادی حجرو په زمینو کې دایران پرمختګونه دپام وړ دی.
احمدی نژاد د ملګرو ملتونو په عمومی اسمبلې کې دګډون لپاره نیویارک ته سفر کړی دی.