زمونږ خبریال راپور راکړ دافغانستان دپارلمانی انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون پرون په یوې بیانیې کې وویل، تر اوسه پورې درې زره 4 سوه،60 مکتوب شکایتونه دغه کمیسیون ته رسیدلی . خبر وایی چې تر ا وسه پورې یو زرو 770 شکایتونه جاجول شوی دی. راپور وایی چې 57 ٪ دغه شکایتونه دانتخاباتو په نتیجو اثرکولی شی او 28٪ هم کوم اغیز نکوی. خبر کر همداراز راغلی چې فراه ، سرپل او پنجشیر ولایتونو کې تر ټولو لږ شکایتونه او په کابل، ننګرهار لغمان ،اوخوست ولایتونوکې په ترتیب سره تر ټول زیات شکایتونه شوی دی.